د تهران څلور ماده اي منصوبه؛ د يمن د بحران د هواري لپاره يوازېنے رامنځته شوے انتخاب
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: «نن له انساني رنځ او د سعودي ائتلاف او د هغه امريکائي انډيوالانو له بې حسابه جنګي جرائمو او د ايران په خلاف په خندونکو ادعاګانو سره د هغوي د جرائمو د پټولو لپاره له کوششونو وروسته د تهران څلور ماده اي منصوبه اوس هم د يمن د بحران د هواري لپاره برابر کړے شوے يوازېنے انتخاب دے.»
د يمن د بحران د هواري او په دغه هېواد کښې د سعوديانو د جنايتونو د ختمولو لپاره هلې ځلې له چا نه پټې نه دي. د ايران اسلامي جمهوريت په دې باره کښې د ملګرو ملتو له چارواکو او همدارنګ د اروپا له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي. د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کښې او د يمن په خلاف د سعودي په مشرۍ د ائتلاف د حملو له شروع کېدو نه څه وختونه وروسته د ملګرو ملتو مخکيني مشر بان کی مون ته په يو ليک کښې په يمن کښې خبرداري ورکونکي حالت ته په اشارې سره تاکيد وکړ: د جنګ ختمول، فوري ډزبندي، د انساندوستانه مرستو لېږل، د يمني خواو ترمېنځ د سياسي خبرو اترو شروع کول او د پراخ پنسټه ملي حکومت جوړول په يمن کښې پائېدارې صلحې ته د رسېدو اصلي څلور عنصرونه دي.
محمد جواد ظريف همدارنګ د اسپانيا پائتخت ماډرېد ته په خپل وروستي سفر کښې د يمن د بحران د هواري لپاره د يو تجويز په وړاندې کولو سره د ټولو يمني سياسي ډلو په ګډون سره د دغه هېواد د يو نوي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او د تهران د څلور مرحله ايز وړانديز يادونه يې وکړه.
ظريف په ماډرېډ کښې وويل، د يمن مسئله پکار دي د يمنيانو په لاسو هواره شي او هوائي حملې څه مناسبت حل لاره نه ده او ټولې هوائي او زمکنۍ حملې په کار دي اودريږي.
د مينځني ختيځ د مسائلو کارپېژاندے سيد هادي افقهي له سپوټنېک سره په مرکه کښې وويل: « ايران يو هغه وړومبنے هېواد دے چې د يمن د جنګ د حل او هواري په باره کښې يې د صلحې نوښت وړاندې کړ. ايران به د وړانديزي صلحې د رول د اجرا لپاره خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي. له دې نه علاوه ايران د خبرو اترو په چلند کښې د ګډون لپاره چمتو دے.»
د ايران په اړه د ځينو چټي ادعاګانو له تکرار سره سره د ملګرو د کارپېژندنې پلاوي د امنيت شورا ته په خپل رپوټ کښې په يمن کښې د ډزبندۍ د ټينګښت لپاره د تهران کوشش د يمن د بحران په ختولو کښې د مثبب رول لوبولو لپاره د ايران په ګروهنه باندې يوه ګواهي وبلله.
په يمن کښې جنګ او وينه تويونه په تېرو څلورو کلونو کښې د سعودي او د هغه ائتلاف چې رياض د دغه هېواد په خلاف جوړ کړے دے د تسلط غوښتنې نتيجه ده.
په مېنځني ختيځ کښې د يونيسېف سيمه ايز مدير ګرېټ کاپلر د يمن د يولس ميلين جينکو او هلکانو په ژوند د جنګ د اثراتو په باره کښې خبردارے ورکړ او د يمن بحران يې يو ډېر بد انساني بحران چې په دنيا کښې ليدل شوے بللے دے.
د ايران اسلامي جمهوريت په يمن باندې د سعوديانو د ائتلاف د تيري له شروع کېدو نه پس په ځلونو په دغه هېواد کښې د جنګ له ختمېدو او سياسي حل لارې سره د مرستې لپاره کوششونه کړي دي؛ خو د سعودي بحران جوړونې يوازې په يمن کښې د جنګ اور په غرغنډه کولو کښې نه رالنډيږي.
په همدې لړ کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت نمائندګۍ د جُمعې په ورځ د دغې ادارې او د امنيت د شورا مشرانو ته په يو ليک کښې وويل: سعوديان د ايران په خلاف د مخربه امنيتي او اقتصادي اقداماتو لپاره د پلان جوړونې په حال کښې دي.
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي نمائندګۍ په يمن کښې د سعودي جنايتونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، نړيواله ټولنه پکار دي سعودي د خپلو جنګي جنايتونو بندولو ته مجبور کړي او دغه هېواد دې د دغو جنايتونو ذمه وار وبولي.
په هرحال؛ د ايران پرېکنده سياست په سيمه کښې د روانو بحرانونو زر تر زره ختمولو لپاره کوشش دے. د يمن جنګ هم زر يا پس پکار دي ختم شي. ايران اميد لري چې زرترزره دې د يمن د بحران د ختمېدو لپاره حقيقي اراده رامنځته شي چې دغه انساني غميزه خاتمه ومومي.
----------------