د نمانځه د اويشتمې غونډې يو رپوټ
په يوه اسلامي ټولنه کښې د نمانځه د کلتور د پراختيا او د هغه د ستنو د مضبوطولو اهميت ته په پام سره په ۱۹۹۱ ميلادي کال کښې په ايران کښې «د نمانځۀ قائمول» نومې وړومبنۍ غونډه جوړه شوه.
له دې وروسته هم هر کال دغه غونډه په دې هدف سره چې نمونځ په ټولنه خپل غوره مقام ته ورسي جوړيږي. د نمانځۀ د قائمولو کمېټۍ د نمانځۀ د کلنۍ غونډې په جوړولو سره د عقائدو د مضبوطولو او د نمانځه د ارزښتونو د معرفي کولو په لټه کښې ده چې په ټولنه کښې د نمانځه د نوراني کلتور د ترويج او پراختيا لپاره د هېواد د کلتوري متوليانو ترمېنځ لا زيات حساسيت رامنځته کړي او له دې لارې د يوې متحرکې، ديندارې او د ديني ارزښتونو ساتونکې ټولنې په لرلو سره د اسلامي ايران د مخ په زياتېدو معنوي ودې سبب وګرځي.د مقدسو او منظمو هلو ځلو بلونکے د اسلامي انقلاب حکيم او هوښيار معظم رهبر دے چې له محتوا نه په ډکو او لارخلاصونکو پېغامونو سره د دغه مقدس جهاد بېرغوال دے.
نمانځه ته بلنه، د ژوند ډېرو ښکليو جلوو ته بلنه ده، ځکه چې نمونځ د ژوند هغه باب دے چې پکښې انسان د خالق او د ټولو خوبيانو او ښکلاو لرونکي ذات په وړاندې يو عاشقانه حاجت وړاندې کوي او د خپل روح او زړۀ ښکلاوې او نېکۍ زياتوي. په قرآن او حديث کښې د ذکر او نمانځۀ د سپارښتنې دغه موثره ژبه او ډېره اندازه نمانځه ته په بلنه کښې د همدغه خصوصيت يوه نښه ده. د خداے صالح او نېک بندګان پکار دي دا د ځان لپاره يو درس وبولي او نمانځه ته بلنه ورکړي. له همدې امله د روان دسمبر مياشتې په پينځمه نېټه «نمانځۀ ته د بلنې طريقې او مهارتونه» په موضوع سره د نمانځه اويشتمه سراسري غونډه وشوه. دغه يوه ورځنۍ غونډه د يو زر شپږو مېلمنو او د هېواد د څلورو سوو مرکزي او صوبائي چارواکو په ګډون سره د سمنان پوهنتون په امير کبير هال کښې جوړه شوه.
د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت ا... العظمی خامنه اي د نمانځه د اويشتمې سراسري غونډې په پيغام کښې دغه غونډه د نمانځۀ د فريضې په وړاندې د حق ادا کولو نښه وبلله او وې فرمايل: «د نمانځه کلنۍ غونډه له يوې خوا د يوې داسې فريضې په وړاندې د حق ادا کولو نښه ده چې په نورو ټولو اعمالو او فرائضو کښې روح وپوکي او هغه کارآمده کړي: «إن قُبِلَت قُبِلَ ماسِواها» او له بلې خوا د هغو کسانو يو لوے خدمت دے چې د دغې الهي ډالۍ حق يې نه دے پېژندلے او پکښې سستي او کوتاهي کوي. نمونځ هغه وخت چې په خشوع او حضور سره ادا کړې شي ټولنه په ژبه او عمل کښې صلاح او استحکام ته راکاږي او ورته عظمت وربخښي. زمونږ د مصيبتونو او ککړتياو يوه مهمه برخه دغه خبرداري ورکونکي حقيقت ته پاملرنه ده. له دې امله له ټولو اثر کونکو طريقو سره د نمانځه ترويج له سترو دندو څخه ګڼل کيږي چې ټول يې پکار دي اهتمام وکړي او تاسو د دغې غونډې برابرونکي په خاصه توګه مجاهد عالم حجت الاسلام ښاغلے قرائتي د خداے په فضل سره په دې لار کښې الهي توفيق لرونکي شوي يئ. ښونه او روزنه په دې ډګر کښې اثر کونکې کېدې شي. مدرسې د هلکانو او جينکو په نمانځه ادا کولو سره ښکلې او سينګار کړئ، دا د ټولنې د راتلونکي لپاره ترټولو لويه ضمانت ورکونه ده.
د نمانځه د قائمولو د کمېټۍ مشر حجت الاسلام والمسلمين محسن قرائتي په دغه غونډه کښې د وړومبني وېنا وال په توګه وويل: «د نمانځه اهميت تر دومره حده پورې زيات دے چې د ادارو مديران پکار دي خپله يې په غوره توګه د قائمولو مسئوليت ولري او د نمانځه د ادا کولو لپاره امکانات رامنځته کړي. مونږ پکار دي هر څه له نمانځه څخه وغواړوو ځکه چې که نمونځ احياء شي نو په قطعي توګه به مشکلات کم شي.» د ايران ولسمشر حجت الاسلام والمسلمين حسن روحاني هم په دغه غونډه کښې په خپله وېنا کښې وويل،«پرستش د دين باطن او حقيقت او دعا د پرستش ښکلے شکل دے. نمونځ د اسلام صورت دے. په خداے پاک باندې ايمان په حق باندې عقيده او په الهي احکامو عمل د دين جوهر دے، خو نمونځ د دين بېرغ ګڼل کيږي او هم هغه ډول چې د نړۍ هېوادونه په خپلو بېرغونو سره پېژندل کيږي، دين بې له نمانځه نه پېژندل کېدونکے نه دے.» ډاکټر روحاني دې ته په اشارې سره چې نمونځ د توحيد ترڅنګه د بندګۍاصل دے واضحه کړه: «عبوديت او بندګي بې له توحيده معنا نه لري او توحيد بې له عبوديت او بندګۍ مونږ د مقصد منزل ته نه شي رسولې.»
له حقيقي معبود سره رازو نياز او پرستش په ټولو دينونو کښې په يو ډول موجود دي. قرآن مجيد له خداے سره رازو نياز او د هغه ذکر د زړۀ د ارمښت او اطمينان سبب بولي چې ترټولو ښکلے ډول يې په نمانځه کښې مطرح کوي. نمونځ د اسلام په مبين دين کښې په څلوريشتو ګېنټو کښې پينځه ځل ادا کيږي او که په توجه او د زړۀ په حضور سره ادا کړې شي نو د قرآن مجيد په تعبير له فرد او ټولنې څخه پليدۍ او بدۍ پاکوي. لکه د سورۀ عنکبوت په ۴۵ آيت کښې فرمائي: «بې له شکه نمونځ انسان له فحشاو او بديو څخه ژغوري.» ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د نمانځه په باره کښې د قرآن تعبيرات په اسلام کښې يوازې د نمانځه لپاره نه دي، بلکه په ټولو الهي دينونو کښې موجود دي، وويل: «خداے له حضرت موسی (ع) سره په خبرو کښې او هغه ته په وړومبنيو احکامو کښې د نمانځه د قائمولو سپارښتنه کوي او کله چې حضرت عيسی (ع) په ماشومتوب کښې خبرې کوي او خپل حقانيت او او د مور پاکي او طهارت بيانوي نو وائي چې خداے ما ته د نمانځه حکم راکړے دے. نمونځ د انسان او انسانيت وياړ او افتخار دے. نمونځ يعنې هغه څه چې خداے انسان ته اجازه ورکړې او هغه ته يې بلنه ورکړې چې له هغه سره دې خبرې وکړي. مونږ نمانځه ته ضرورت لروو او دا زمونږ لپاره فخر ګڼل کيږي چې د رحمان او رحيم خداے يادونه وکړوو.»
د ايران ولسمشر حسن روحاني په دغه غونډه کښې پينځلسو غوره کسانو او ادارو ته د قدرونې د لوحو په ورکولو سره د هغوي ستائنه او قدرونه وکړه. ډاکټر حسن روحاني له عليرضا بيرانوند څخه د نمونه لوبغاړي نمونځګزاري په وجه،دخوزستان د نمانځه د قائمولو د کمېټۍ له مشر سيد موسی بلاديان څځه په دغه کمېټۍ کښې په خپله خوښه او په رضاکارانه توګه د اتويشتو کلونو خدمت په وجه، له مېرمن معصومه بهرامي څخه نمانځه ته د زده کونکو په جذبولو کښې د کاميابې تجربې په وجه او له قاسم شريفي څخه د سمنان صوبې په مدرسو کښې د نمانځه په زدکړه کښې د خاص اقدام په وجه قدرونه او ستائنه وکړه.
---------