د اوپک د غړو هیوادونو مقاومت د امریکې لپاره یوه بله ماتې وه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون مازیګر د خپلې کابینې په غونډه کښې ټینګار وکړ چې د اوپک د غړو هیوادونو مقاومت د امریکایانو لپاره یوه بله ماتې رامینځته کړه.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني د حکومتي کابینې په غونډه کښې د اوپک د وروستۍ غونډې په هکله د ایران د تیلو د وزیر بیژن زنګنه د رپورټ له اوریدو وروسته څرګنده کړه: د اوپک په چارو کښې د لاسوهنې لپاره د امریکې د هلوځلو او د تیلو په ډګر کښې د تعادل د رامینځته کیدو د مخینوي لپاره یې د هڅې باوجود د اوپک د غړو هیوادونو په مقاومت او د اسلامي ایران په کوشش سره، د امریکایانو پلان شنډ شوو او هغوي یوه بله ماتې وخوړله.
د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان (اوپک) غړو هیوادونو تیره جمعه په ویانا کښې موافقه کړې وه چې خپل تولید به په ورځ کښې اته لکه بیرله کموي، همداشان هغو هیوادونو چې په اوپک کښې نه دي شامل، د تیلو په تولید کښې د څلور لکه بیرلو د کمي په سر موافقه وکړه.
ایران، ونزویلا او لیبیا په دغې موافقې کښې له ګډونه معاف کړی شول.
د ویلو ده چې امریکې له دې مخکښې د تیلو د صادرونکو هیوادونو په سازمان (اوپک) کښې له خپلو انډیوالانو په تیره بیا عربستانه غوښتي وو چې د خپلو تیلو تولید زیات کړي.