ولسمشر روحاني په انډونیشیا کښې د سلګونو کسانو د مړینې تسلیت ووایه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79174-ولسمشر_روحاني_په_انډونیشیا_کښې_د_سلګونو_کسانو_د_مړینې_تسلیت_ووایه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې د سونامي په وجه په انډونیشیا کښې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې په وجه د دغه هیواد حکومت او ولس ته تسلیت وویلو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 10:30 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني په انډونیشیا کښې د سلګونو کسانو د مړینې تسلیت ووایه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې د سونامي په وجه په انډونیشیا کښې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې په وجه د دغه هیواد حکومت او ولس ته تسلیت وویلو.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن د انډونیشیا ولسمشر جوکو ویدودو ته په یو پیغام کښې د دغه هیواد له حکومت او ولس او د سونامي له ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه.

ولسمشر روحاني د دې پيښې د قربانیو د کورنیو لپاره د صبر او زغم آرزو وکړه.

د ویلو ده چې پرون سهار وختي د انډونیشیا په سُنډا اوبلاره کښې سخته سونامي راپورته شوې وه.

د انډونیشیا د کړکیچ د مدیریت د ملي آژانس ویاند وویل چې د دې سونامي له امله ۲۸۰ کسان مړه شوي او لږترلږه ۵۷ کسان بې درکه شوي دي.