د تعلقاتو په پراختيا په تهران کښې د آذربائجان جمهوريت د پارلېمان د مشر تاکيد
(last modified Wed, 26 Dec 2018 10:19:29 GMT )
Dec 26, 2018 14:49 Asia/Kabul
  • د تعلقاتو په پراختيا په تهران کښې د آذربائجان جمهوريت د پارلېمان د مشر تاکيد

د ايران او آذربائيجان جمهوريت د ملګرتياو زياتېدونکې پراختيا د دواړو هېوادونو د چارواکو د نزدې تعلقاتو او هلو ځلو نتيجه ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون په تهران کښې د آذربائيجان جمهوريت د پارلېمان د مشر اوکتای اسداف په کتنه کښې په دې ټکي باندې په تاکيد سره د دواړو هېوادونو د تعلقاتو پراختيا اهمت لرونکې وبلله.

ولسمشر روحاني همدارنګ وويل، تهران او باکو د کېسپيئن سمندر د انرجۍ له سرچينو د استفادې په زمينه کښې د ګډ فعاليت په اړه مهمه فېصله وکړه چې پکار دي د چارواکو په کوشش سره دغه موافقې په  چټکتيا سره اجراء شي.

اوکتای اسداف هم په دغه کتنه کښې په تېره بيا په تجارتي او اقتصادي زمينو کښې د تهران – باکو د هر اړخيزو تعلقاتو او ملګرتياو په لړ کښې د کوشش ضرورت ته په اشارې سره وويل، سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو او موضوعاتو او د ګاونډي هېوادونو د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا له حق څخه د دفاع په وړاندې د ايران پاليسي د احترام وړ ده.

آذربائيجان جمهوريت د ګډ کلتور ،دين، مذهب او ژبې په خاطر له ايران سره يو ډېر نزدې هېواد دے او د دغه هېواد د خپلواکۍ له وخت نه هم د ايران او آذربائيجان جمهوريت ترمېنځ ډېر ښه تعلقات ټينګ دي.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني هم د اسداف په کتنه کښې په دې اړه وويل، د حاکميتونو د دوام لار  په ملي ظرفيتونو او ولسي اډاڼو باندې تکيه ده.

شمخاني زياته کړه، نن د ترهه ګرۍ او د هغې د جرړو خطر د سيمې په ځينو هېوادونو کښې ترويجيږي چې ټوله سيمه يې له بحران سره مخامخه کړې ده.

دا په داسې حالاتو کښې دي چې په اقتصادي ډګر کښې ايران او آذربائيجان جمهوريت د تعلقاتو د پراختيا لپاره يو لړ مهم ګامونه اوچت کړي دي. د ايران او آذربائيجان جمهوريت تجارتي تبادلات په ۲۰۱۸ کال کښې څلوېښت فيصده زيات شوي دي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هم د آذربائيجان جمهوريت د پارلېمان د مشر په کتنه کښې د دواړو هېواد سياسي تعلقات د هغو د مشرانو د ارادې په وجه په ډېره لوړه سطح کښې وبلل خو وې ويل، له تېرو کلونو سره په پرتله کښې په وران کال کښې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي تعلقاتود څلوېښت فيصده زياتېدو باوجود دغه تعلقات د سياسي تعلقاتو له سطحې سره فاصله لري.

د ايران خارجه وزير اميد څرګند کړ چې د ايران او آذربائيجان جمهوريت ترمېنځ د ګډو پروژو په اجرا او د ټرانزېتي کورېډورونو له ظرفيت څخه په استفادې سره به په اقتصادي او تجارتي زمينو کښې د دواړو هېوادونو تعلقات وده وکړي.

د شمال – جنوب کورېډور جوړول او د آستارا – آستارا  او  له رشت نه آستارا ته د رېلوې لائن د غزولو لپاره ترسره شوې هلې ځلې يو لړ مهم ګامونه دي چې د دواړو هېوادونو د ټرانزيټي ملګرتياو د پراختيا لپاره اوچت کړې شوي دي.

---------

 

ټیګونه