په سورئې کې دایران دسلاکارۍشتون هماغه راز دوام لری
امریکایان هماغه ډول چې ایرانی ضد یوه دسیسه ئې هم کومې نتیجې ته نه ده رسیدلې، په پولینډ کې به دایرانی ضد غونډې له ترسره کولو سره هم هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړی .
دایران د ددرستو قواؤ دستر قوماندان ځانګړی سلاکار سردار تورن جنرال سید حسین فیروزآبادی نن ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ، سورئې له ایرانه له تفکیری ترهه ګرو سره دمقابلې لپاره غوښتی چې خپل پوځی سلاکاران دې دغه هیواد ته ولیږدوی .
هغه همداراز له ایرانه د ویرولو دفضا درامینځةکولو لپاره ددښمنانو د تبلیغاتو په باب ووئیل ، امریکایان هماغه ډول چې ایرانی ضد یوه دسیسه ئې هم کومې نتیجې ته نه ده رسیدلې ، په پولینډ کې به دایرانی ضد غونډې له ترسره کولو سره هم هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړی .
دامریکا خارجه وزیر مائک پمپئو له ایرانه د ویرولو د سیاست دالقاء لپاره د دغه هیواد د سپیرو اوبې شرمو هلوځلو په دوام کې د تیرې جمعې په ورځ دپولینډ په وارسا کې پرون او نن د ایران په موضوع سره دغونډې دترسره کیدا لپاره د واشنګټن دبشپړ پروګرام خبر ورکړی ؤ .