ایران په سیمه کښې د صلحې او ثبات اسانونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80181-ایران_په_سیمه_کښې_د_صلحې_او_ثبات_اسانونکی_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د آسیا لویدیځه سیمه به بهرنی لاس وهنې سره له افراط پالنې ډکه شوې ده، وویل: ایران د یو باثباته، مرسته کونکي او په لویدیځه آسیا کښې د صلحې او ثبات اسانونکې هیواد دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2019 04:27 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې د صلحې او ثبات اسانونکی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د آسیا لویدیځه سیمه به بهرنی لاس وهنې سره له افراط پالنې ډکه شوې ده، وویل: ایران د یو باثباته، مرسته کونکي او په لویدیځه آسیا کښې د صلحې او ثبات اسانونکې هیواد دی.

محمد جواد ظریف د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر حسن روحاني سره د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او نمایندګانو د کتنې په مراسمو کښې زیاته کړه: ایران له ترهګرۍ سره د عراق او سوریې د خلکو په مبارزه کښې، د بهرني تیري خلاف د یمن د خلکو په مبارزې او د صهیونیسټي رژيم د دسیسو په وړاندې د فلسطین د خلکو په مبارزې کښې تل د تاریخ په سمې خوا کښې ولاړ دی.

ظریف په دې خبرې سره چې د ټولو دباؤنو او بندیزونو سره سره د ایران خلکو څلویښت کاله په سرلوړی او جدیت سره د خپلواکۍ او ترقۍ لاره ووهله او په همدې جدیت سره به ورته دوام ورکړي، څرګنده کړه: ایران په کور دننه پنځیدونکی امنیت، پرمختګ او علم لري.

د ایران خارجه وزیر همداشان له دوستو هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.