روحاني: د امريکې دسيسې د ايران د خلقو په اراده کښې هيڅ تاثير نه لري
(last modified Wed, 13 Feb 2019 11:14:12 GMT )
Feb 13, 2019 15:44 Asia/Kabul
  • روحاني: د امريکې دسيسې د ايران د خلقو په اراده کښې هيڅ تاثير نه لري

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ستر قوتونه په تېره بيا امريکه د ايران د خلقو په اراده کښې تاثير کونکي نه شي کېدې.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران خلقو د سلواغې د دويشتمې يعنې د فرورۍ د يولسمې په لاريون کښې د خپل پوره شتون ښودنه يې وکړه وويل، د ايران خلقو په دغه لاريون کښې نړيوالو ته اعلان وکړ چې هيڅکله نه غواړي په خپل برخليک باندې د خلقو حاکميت بهرنيو تيريګرو ته وسپاري.

روحاني  د دې په بيانولو سره چې هغه لار چې د ايران ملت په صحيح توګه په څلوېښتو کالو کښې غوره کړې په پوره قوت سره دوام مومي واضحه کړه، دښمنانو په تېر يو کال کښې په دوامداره توګه کوشش وکړ چې د ايران خلق اندېښمنو پرېشامنه او مايوسه کړي خو د ايران ملت يو ځل بيا د خپل عزت، خپلواکۍ او حېثيت لپاره ټينګ اودريږي او حاضر نه دي د دښمن په وړاندې تسليم شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سبا د روسيې د ولسمشر ولاديمير پيوټن  په بلنه د ايران، روسيې او ترکيې د ولسمشرانوپه غونډه کښې د شرکت لپاره سوچي ته سفر کوي.

 

ټیګونه