روحاني: له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ګډ مقصد سوريې ته ثبات او امنيت ستنول دي
(last modified Fri, 15 Feb 2019 02:15:51 GMT )
Feb 15, 2019 06:45 Asia/Kabul
  • روحاني: له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ګډ مقصد سوريې ته ثبات او امنيت ستنول دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران، روسيې او ترکيې ګډ مقصد له ترهه ګرۍ سره پرېکنده مبارزه او سوريې ته د ثبات او امنيت ستنول دي.

ولسمشر حسن روحاني پرون د ايران، روسيې او ترکيې د درې اړخيزې غونډې په آخر کښې د خبريالانو په ټول کښې د سوچي د غونډې له جوړېدو څخه د رضايت په څرګندولو سره وويل: په دغه غونډه کښې د ادلب په شمول په باقي پاتې سيمو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لازموالي تاکيد وشو او درې واړو هېوادونو د نظر اتفاق لرۀ چې ادلب د سوريې د خاورې برخه ده او پکار دي په هر نوم او هر عنوان سره دغه سيمه د ترهه ګرو له ګندګۍ پاکه شي. د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د سوريې د بحران حل لاره سياسي ده او فوځي حل لاره نه لري واضحه کړه: ايران، روسيه او ترکيه په سوريې کښې د پوره امنيت ټينګېدو او د دغه هېواد له قانوني حکومت سره د ملګرتياو د پراختيا غوښتونکي دي.

په روسيې کښې د سوچي يوه ورځنۍ غونډه د روسيې، ايران او ترکيې د ولسمشرانو په شتون سره او له سيمه ايزې ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې، په سوريې کښې د ارامښت د ټينګولو، د کډوالوو د ستنولو او په دغه هېواد کښې د سياسي ثبات د راوستلو په هدف سره وشوه.

 

ټیګونه