د ایران قدرت هیڅ کله د نورو لپاره ګواښ نه دی
(last modified Mon, 18 Feb 2019 03:08:57 GMT )
Feb 18, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • د ایران قدرت هیڅ کله د نورو لپاره ګواښ نه دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران دفاعي قدرت د هیواد د ګټو د ساتنې لپاره وباله او ویې ویل: ایران هیڅ کله په هیڅ کوم هیواد د تیري نیت نه دی لرلی.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په سمندري ځواک کښې د (فاتح) اوبتل د شاملیدو په مراسمو کښې زیاته کړه: د ایران سمندري ځواک نه یوازې په فارس خلیج، عمان سمندر، خزر سمندرګي او د هند سمندر په خوله کښې د هیواد د سواحلو دفاع کوي بلکې په نړیوالو سمندرونو کښې هم په خپل شتون او اقتدار سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو او د کشتۍ چلونې د امنیت ملاتړ کوي او د ایران په اقتدار باندې اغیز شیندونکی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې ټکي باندې په ټنیګار سره چې د هیواد سمندري ځواک یو ځانګړی موقعیت لري، وویل: د دښمنانو دباؤ او بندیزونه او تپلی جنګ سبب شو چې ایران په دفاعي صنعت په تیره بیا په سمندري صنعت کښې پر ځان بسیا شي.

ولسمشر روحاني څرګنده کړه: له نیکه مرغه د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا په ځمکې، هوا او سمندر کښې پر ځان بشپړ بسیا دی او قدرت یې هیڅ کله دومره زیات نه و.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په شتون سره د فاتح په نوم د ایران ډیر پرمختللی اوبتل د پوځ د سمندري ځواک په جنوبي بیړیو کښې شامل شو.

 

ټیګونه