روحاني: د ايران د ملت په عزم سره له بنديزونو تېرېدل ممکن دي
(last modified Wed, 27 Feb 2019 00:03:55 GMT )
Feb 27, 2019 04:33 Asia/Kabul
  • روحاني: د ايران د ملت په عزم سره له بنديزونو تېرېدل ممکن دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران خلق په ټولو مشکلاتو د غلبې قوت لري او له بنديزونو تېرېدل د ملت په عزم او ارادې سره ممکن دي.

ډاکټر حسن روحاني پرون د مرکزي بېنک په کلنۍ غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې امريکې د بېنکي سېسټم ، د تېلود خرڅون او د ايران د نورو اقتصادي برخو د بنديز لپاره خپل ټول توان استعمال کړے دے، وويل:د ايران د خارجه چارو وزرات، د تېلو وزارت او مرکزي بېنک د امريکې له اقتصادي دباونو سره د مقابلې په وړاندېنۍ کرښه کښې اودرېدلي دي.

د ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې ايران په سيمه کښې ستر کارونه ترسره کړي دي زياته کړه، د دغو کارونو يوه برخه د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدرانو لښکر، د خارجه چارو وزارت او اقتصادي څانګې ترسره کړه چې دا چاره د هېواد د مختلفو برخو ترمېنځ د اتحاد ښودنه کوي.

روحاني تهران ته د سوريې د ولسمشر بشار اسد پروني سفر ته هم اشاره وکړه او وې ويل، د سوريې ولسمشر د ايران له ملت، حکومت او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر څخه د قدرونې او مننې لپاره تهران ته سفر کړے دے.

 

ټیګونه