Mar 01, 2019 06:12 Asia/Kabul
  • ايران او پاکستان د کرهڼيزو ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ

په اسلام اباد کښې د ايران سفير مهدي هنر دوست او د پاکستان د خوراکي امنيت وزير صاحبزاده محبوب سلطان پرون کتنه او د کرهڼې او مال ساتنې په برخو کښې د دوو اړخيزو ملګرتيا په پراختيا تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې هنردوست او محبوب سلطان په دغه کتنه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ميوو د صادراتو په زمينه کښې د خنډونو او مشکلاتو او د کرهنيزې روغتيا او مال ساتنې په برخو کښې د دوو اړخيزو ملګرتياو په باره کښې څېړنه او بحث مباحثه وکړه.

په اسلام آباد کښې د ايران سفير په دغه کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې تهران او اسلام آباد کولې شي د ضرورتونو او د ضرورت وړ څيزونو  په پوره کولو پوره عمل وکړي د دواړو هېوادونو ترمېنځ د بېنکي مشکلاتو د ختمولو لپاره د پاکستاني لوري د لا زياتو هلو ځلو او جدي اقدام غوښتنه وکړه.

ايران او پاکستان په تېرو کلونو کښې د بېنکي مشکلاتو باوجود په مختلفو زمينو کښې ملګرتياو ته دوام ورکړےدے.

 

 

ټیګونه