روحاني: د ايران او عراق ملتونه له کلتوري او اعتقادي لحاظه پوره متحد دي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا په کربلای معلی کښې د دانشورانو، پوهانو او مذ هبي او قبائلي مشرانو په غونډه کښې د دېپه بيانولو سره چې د ايران او عراق ملتونه له کلتورياو اعتقادي لحاظه پوره متحد دي وويل، هيڅ يو قوت دغه امت واحد له يوبله نه شي بيلولې.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني د عراق قبائل او ټول خلق د هدايت د امامانو عليهم السلام د مزارونو د زائرينو لپاره په خاصه توګه د حسيني اربعين په ورځو کښې ډېر ښۀ کوربانۀ اوبلل او وې ويل، د عراق او تېره بيا د کربلا خلق د حسيني اربعين په ورځو کښې د په ډېرې مينې سره د زائرينو مېلسمتياوې کوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر واضحه کړه، ايرانيان د کربلا زمکه د جهاد، شهاد، قربانۍ او وفا زمکه بولي.
روحاني پرون مازيګر عراق ته د خپل سفر د پروګرامونوپه دوام کښې د کربلا د ګورنر، په کربلا کښې او د ايران قونصل جنرل په هرکلي سره دغه مقدس ښار ته ورغے.
د ايران داسلامي جمهوريت ولسمشر کربلا ته د له ورتلو سره سم د دريم امام حضرت امام حسين (ع) او د هغه حضرت د ورورحضرت ابوالفضل العباس (ع) زيارتونه وکړل.
ولسمشر روحاني د تېر ګل په ورځ سحر د يو لوړ رتبه سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د درې ورځني سفر لپاره بغداد ته لاړ.
هغه تر اوسه په عراق کښې د دغه هېواد د ولسمشر، برهم صالح، وزيراعظم عادل عبدالمهدي او د پارلېمان د مشر محمد الحلبوسي په شمول له ګڼ شمېر عراقي چارواکو او شخصيتونو سره ليدل کتل او خبرې اترې وکړې.
د عراق وزيراعظم وړمه شپه له ولسمشر روحاني سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې په دې باندې په تاکيدسره چې بغداد له ايران سره ښه تعلقات غواړي دا خبره په ګوته کړه چې عراقيان د خپل ګران ګاونډي ايران لوري ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس اوږدوي.
هغه د داعش له ترهه ګرۍ سره د عراق د خلقو په مبارزه کښې د ايران د حکومت او ملت د ملاتړونو به ستائنې او قدرونې سره زياته کړه، عراق عراق له ايران سره د هر اړخيزو تعلقاتو د زياتولو او مضبوطولو لپاره کلکه اراده لري.