د اسلامي ایران ولسمشر له آیت الله سیستاني سره ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80894-د_اسلامي_ایران_ولسمشر_له_آیت_الله_سیستاني_سره_ملاقات_وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په نجف اشرف کښې د عراق د شیعه مسلمانانو د عالي قدره مرجع آیت ا... علي سیستاني سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2019 11:13 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر له آیت الله سیستاني سره ملاقات وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په نجف اشرف کښې د عراق د شیعه مسلمانانو د عالي قدره مرجع آیت ا... علي سیستاني سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني نن سهار د مسلمانانو د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د پاک او نوراني حرم له زیارت کولو وروسته د آیت ا... سیستاني ملاقات ته ورغی.

د ویلو ده چې د ایران ولسمشر له تیرې دوشنبې څخه عراق ته د خپل درې ورځني سفر په وړومبۍ ورځ بغداد ته لاړ او هلته یې له عراقي چارواکو، شخصیتونو او پوهانو سره لیده کاته وکړل.

د ایران او عراق چارواکو په مختلفو برخو کښې په کوټلو خبرواترو سره د ملګرتیا پنځه سندونه او د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړل.