د نیوزي لینډ جنایت له اسلامه ویرونې سره د مقابلې د ضرورت یوه بله نښه ده
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د دې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کښې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د دې غمجنونکې پیښې تسلیت ووایه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا په یو پيغام کښې د نیوزیلینډ ترهګره حمله وغندله او څرګنده یې کړه: دا جنایت له دینونو او قومونو د کرکه اچونې او ترهګۍ او همداشان په لویدیځ کښې له دودې له اسلامه له ویرونې سره چې په خواشینۍ سره ځیني لویدیځ حکومتونه هم ورته لمن وهي، د هراړخیزې مقابلې د ضرورت یوه بله نښه ده.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني په دغه پیغام کښې په دې خبرې سره چې په لویدیځ کښې د ځینو مدعي رسنیو له خوا د دې ترهګر جنایت غیرمسلکي او غیرانساني خبري کوریج، حتی د انسانانو د ژوند په لړ کښې د هغوي د توکمپالنې او دوه ډوله معیارونو یو بل سند دی، څرګنده کړه: دا وحشي توب او څرګند ظلم داسې پیښه نه ده چې بیدار او په بشري ارزښتونو پابند ضمیرونه یې هیره کړي.
د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه: د نیوزي لینډ جنایت وښودله چې ترهګره لاهم یوه مهمه نړیواله ستونزه ده او د نړۍ په هره سیمه کښې د تشدد او افراط پالنې خلاف د ټولو هیوادونو یوشان کړنلارې او یوموټې مبارزې ته ضرورت لري.
ولسمشر روحاني ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په تیره بیا اسلامي هیوادونه دې د دې انساني ضده جنایتونو په وړاندې جدي غبرګون وښايي او د دې اقدامات پت او ښکاره ملاتړي باید رسوا کړي.
هغه هم داشان د دې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کښې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د دې غمجنونکې پیښې تسلیت ووایه.