روحاني: د ايران او عراق تعلقات مستحکم دي؛ نور پکښې ګډوډے نه شي رامنځته کولې
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا د ايران د اقتصادي غږملتيا د عالي شورا په غونډه کښې عراق ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره وويل: د دواړو ګانډي، مسلمان او وروڼو هېوادونو تعلقات دومره استحکام او ګډبنياد لري چې نور پکښې ګډوډے نه شي رامنځته کولې.
د ايرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني په دغه غونډه کښې له ايراني پلاوي څخه د عراق د حکومت او ملت د تود هرکلي او کورباتوب قدرونه وکړه او زر تر زره د دواړو هېوادونو د موافقو په تېره بيا د اقتصادي برخې د موافقو په اجرائي کېدو باندې په تاکيد سره دغه سفر زيات مثبت او د دواړو هېوادونوپه تعلقاتو کښې د عطف يو ټکے وبلۀ.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د مارچ په يولسمه نېټه د ګل په ورځ د د عراق د ولسمشر په سرکاري بلنه د يو لوړ رتبه سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ بغداد ته لاړ.
ولسمشر حسن روحاني په عراق کښې د دغه هېواد د ولسمشر، برهم صالح، وزيراعظم عادل عبدالمهدي، د پارلېمان د مشر محمدالحلبوسي او د عراق د شيعه مسلمانانود عاليقدر مرجع آيت ا... سيستاني په شمول د دغه هېواد له ډېرو چارواکواو شخصيتونوسره ليدل کتل او خبرې اترې وشوې. او همدارنګ د دغه سفرپه دوران کښې د تهران او بغداد ترمېنځ پينځه موافقې لاسليک شوې.