په شيراز کښې د سېلاب د وژل شويو او زخميانو شمېر 91 ته ورسېد
(last modified Tue, 26 Mar 2019 01:03:48 GMT )
Mar 26, 2019 05:33 Asia/Kabul
  • په شيراز کښې د سېلاب د وژل شويو او زخميانو شمېر 91 ته ورسېد

د ايران د ايمرجنسي ادارې مشر وويل: د ايران د فارس صوبې په شيراز ښار کښې د پرون ورځې د سېلاب په پېښه کښې اولس تنه مړۀ او لږ تر لږه څلور اويا تنه ژوبل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د ايمرجنسي ادارې مشر پير حسين کوليوند وويل، په وژل شويو کسانو کښې درې ماشومان، شپږ سړي او اته ښځې شاملې دي. د شيراز ښار په دروازه قرآن سيمه کښې پروني سېلاب لږ تر لږه دوه سوه ګاډي له ځان سره يوړل.

رپوټونه ښودنه کوي چې د پېښې زياتره ځپل شوي کسان نوروزي مسافران وو. د شيراز ښار  نورې ځينې سيمې هم له سېلاب سره مخامخې شوې دي خو زياتره زور يې په وکيل نومې د ايران په يو تاريخي بازار کښې دے. د شيراز په بازار وکيل کښې د اوبود سطحې اوچتوالے تقريباً اتيا سېنټی ميټرو ته رسېدلےدے.

د ايران د بحران د مديريت د کمېټۍ غونډه هم د ايران د ولسمشر د مرستيال اسحاق جهانګيري په مشرۍ جوړه شوه.

همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر حسن روحاني په حکم د ايران د اطلاعاتو وزير سيد محمود علوي په فارس صوبه کښې د سېلاب له امله د رامنځته شويو زيانونو د مختلفو اړخونو د څارنې او څېړنې لپاره شيراز ته لاړ. همدارنګ د ايران د جمعيت هلال احمر په شمول مختلفې امدادي ډلې هم د شيراز د سېلاب ځپلو خلقو د مرستې لپاره په فاس صوبه کښې ځاے پرځاے شوې.

په دې وروستيو ورځو کښې په مخينې بارانونو پسې د ګلستان،مازندران، فارس، لُرستان او کرمانشاه په شمول د ايران څو صوبې له سېلاب سره مخامخې شوې.

 

 

ټیګونه