روحاني: د سېلاب په پېښه کښې د ايران د خلقو مينې او ورورولۍ د دښمنانو سترګې ړندې کړې
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر پرون د ايران د خلقو ترمېنځ د تفرقې اچولو په هدف سره د سېلاب په وروستۍ پېښه کښې د دښمنانو غلطو پروپېګنډو ته په اشارې سره وويل: خداے پاک د دښمنانو د غوښتنې په اپوټه داسې کار وکړ چې د ايران د ملت وحدت او عظمت نړيوالو ته څرګند شي.
ډاکټر حسن روحاني د ايران د مازندران صوبې د بحران د مديريت د غږملتيا د شورا په غونډه کښې وويل:سېلاب د ايران د خلقو لپاره رنځ او خفګان رامنځته کړ خو د ايران ملت په دغه پېښه کښې يو ځلبيا د خپلې مينې ، لوړتيا، له يو بل سره د ملګرتيا او ورورولۍ ښودنه وکړه چې د دښمنانو سترګې يې ړندې کړې.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر دا خبره څرګنده کړه چې امريکايانو او صهيونېسټانو غوښتل چې دغه سېلاب د شيعه او سني، ترکمن او فارس ترمېنځ د جګړې او اختلاف بنياد وګرځي او د ايران د خلقو په مايوسۍ بدل شي خو د هغوي غشے خطاء لاړ.
ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران خلق تل د يو بل تر څنګه دي وويل: د ايران عامه ادارو او وسله والوځواکونو د سېلاب په پېښه کښې خپل ټولو توان وکاروۀ.
ولسمشر روحاني همدارنګ د ايران په خلاف د امريکې ظالمانه بنديزونو ته په اشارې سره وويل، د ايران ملت هيڅکله د تيريګر او زورور په مخکښې سر نه دے ټيټ کړے او نه ټيټوي.
هغه زياته دا د ايران د ملت عظمت او لوړتيا ده چې د دې سبب کيږي چې امريکه په خپل دومره قوت او دبدبې سره چې ترڅنګه صيونېسټان او د سيمې ځينې مرتجع هېوادونه لري کاميابه نه شي.