د توليد د رونق په باره کښې د معظم رهبر د غوښتنو په پوره کولو د روحاني تاکيد
(last modified Sun, 31 Mar 2019 01:34:13 GMT )
Mar 31, 2019 06:04 Asia/Kabul
  • د توليد د رونق په باره کښې د معظم رهبر د غوښتنو په پوره کولو د روحاني تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د ايران ټولې حکومتي ادارې چې په مستقيمه او غېر مستقيمه توګه د توليد په موضوع کښې رول لري، پکار دي د ملي توليدد رونق په لړ کښې حرکت او مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون د ايران له خارجه، تعاون ،کار او اجتماعي رفاه ، روغتيا، درملنې او روغتيائي زدکړو، لار او ښار جوړونې اسلامي کلتور او ارشاد له وزيرانو سره په بيلابيلو غونډو کښې وويل، دتوليد رونق په نامه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د ۱۳۹۸ هجری شمسي کال نومولو ته په پام سره  پکار دي په تېره بيا په حکومت کښې د لا زيات توليد په محوريت سره د دغه شعار په پوره کولو ټولې هلې ځلې په اوچت کميت او ښه کېفيت سره متمرکزې شي.

روحاني همدارنګ په دغو غونډو کښې د دغو وزارتخانو د روان کال د پروګرامونو د اجرا د بهير د ښه کولو لپاره یو لړ ضروري ټکي او لارښونې وړاندې کړې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر  حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د 1398 کال د هجري نمريز کال د شروع کېدو په مناسبت په يو پېغام کښې نوےکال د رونق کال ونوموۀ.

 

ټیګونه