روحاني: په مختلفو برخو کښې د ايران او عراق ملګرتياوې لا زياتيږي
(last modified Sat, 06 Apr 2019 11:04:33 GMT )
Apr 06, 2019 15:34 Asia/Kabul
  • روحاني: په مختلفو برخو کښې د ايران او عراق ملګرتياوې لا زياتيږي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په مختلفو برخو کښې د تهران او بغداد د ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې حسن روحاني نن په تهران کښې د عراق له وزيراعظم عادل عبدالمهدي سره په ګډ اخباري ناسته کښې د دې په بيانولو سره چې د دواړو ملتونو تعلقات ژوراو تاريخي دي وويل، د پېړيو په دوران کښې د ايران او عراق دواړو ملتونوږ ترمېنځ تل ښه تعلقات واکمن وو او دغه تعلقات د پراختيا په حال کښې دي.

روحاني عراق ته د خپل وروستي سفر د موافقې عملي کېدل د عراق له وزيراعظم سره د خبرو اترو يوه موضوع وبلله او زياته يې کړه، ايران او عراق کوشش کوي چې د يو لړ تدابير په غوره کولو سره د دوه اړخيزه تجارت اندازه  شل ميليارډ ډالرو ته ورسوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې تهران او بغداد د سيمې په زياترو مسائلو کښې ګډ نظرونه لري وويل، له ترهه ګرۍ، نشه ايزو مواد او قاچاق سره په مبارزه کښې د عراق او ايران پوله ايزې ملګرتيا به لا زياتې شي.

د عراق وزيراعظم عادل عبدالمهدي هم په دغه ناسته کښې د دې په بيانولو سره چې ايران له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمينه کښې له عراق سره زياتې مرستې وکړې وويل، ايران يو داسې کلتور او تمدن لري چې  د تاريخ په ژورتيا کښې نفوذ کړےدے.عبدالمهدي په دې باندې په تاکيد سره چې عراق له ايران سره د تعلقاتو له مخکښې نه لا  پراخولو کوشش کوي زياته کړه، عراق د ايران په اړه د هر هېواد لخوا د هر ډول ګواښ په وړاندې د ټينګ اودرېدنې لپاره کلکه اراده کړې ده.

 

ټیګونه