امریکا د سپاه پاسداران خلاف د بلاغوښتنې د پایلو مسئوله ده
(last modified Fri, 12 Apr 2019 03:33:04 GMT )
Apr 12, 2019 08:03 Asia/Kabul
  • امریکا د سپاه پاسداران خلاف د بلاغوښتنې د پایلو مسئوله ده

واشنګټن او د هغه څو لاس پوڅي حکومتونه، د پاسدارانو لښکر خلاف د بلالټونې د پایلو ذمه وار دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش او امنیت شورا ته په یو لیک کښې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران خلاف د امریکې په وروستي اقدام اعتراض وکړ او څرګنده ی کړه چې واشنګټن او د هغه څو لاس پوڅي حکومتونه، د پاسدارانو لښکر خلاف د بلالټونې د پایلو ذمه وار دي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف په دغه لیک کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ترهګر بللو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ غلیمانه اقدام د نړیوالو حقوقو او د حکومتونو د واکمنۍ د برابرۍ د اصل په شمول د ملګرو ملتو د منشور څرګنده خلاف ورزي وبلله او څرګنده یې کړه: د ټرمپ دا راپارونکوی کار، شخړې د مقابلې او نه کنټرولیدونکي حد ته رسوي.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د القاعدې، داعش، جبهة النصره او د امنیت شورا له خوا د بایکاټ شویو داسې نورو ترهګرو ډلو سره په مقابله کښې د سپاه پاسداران رول د زیانمن شویو خلکو او حکومتونو له خوا تل د پام او قدرونې وړ دی، څرګنده کړه: د امریکې او د هغې د سیمه ایزو انډیوالانو په اپوټه چې تل په لویدیځې آسیا کښې د تندلارو او ترهګرو ډلو ملاتړې پاتې شوې دي، د سپاه پاسداران په شمول د ایران وسله وال ځواکونه په سیمه کښې تل له ترهګرۍ سره د مقابلې په وړومبي صف کښې دي.

ظریف په دغه لیک کښې هم دا شان د سنټکام په نامه د آسیا په لویدیځ کښې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ په ترهګر اعلانولو کښې د ایران متقابل اقدام ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه قومنداني د لویدیځې آسیا خلاف د امریکې د حکومت د ترهګرو سیاستونو د اجرا کولو مسئولیت په غاړه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ۱۹۸۸ کال د جولایۍ په دریمه نیټه د ایران په مسافري الوتکې باندې د قصدي او بوږنونکې حملې او هم د یمن د خلکو او په سیمه کښې د نورو ملکي وګړو د وژلې په شمول د سنټکام د جنایتونو په یادولو سره ټینګار وکړ: سنټکام د ایران د اسلامي جمهوریت ملي امنیت او د ایراني او غیرایراني بیګناه خلکو ژوند یې په خطر کښې اچولی دی.

محمد جواد ظریف له ګوتریش او امنیت شورا وغوښتل چې دا لیک د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا د سند په توګه خپور کړي.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه