د روغتيا او علاج په زمينه کښې د ايران او پاکستان د ملګرتيا سند لاسليک شو
Apr 22, 2019 13:49 Asia/Kabul
ايران او پاکستان په تهران کښې د روغتيا او علاج په برخه کښې د ملګرتيا سند لاسليک کړ.
د ولسمشر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې د ملګرتيا دغه سند د ايران د روغتيا، علاج او روغتيا زدکړو د وزير سعيد نمکي او د پاکستان د صحت د زوير ظفر مېرزا لخوا د حسن روحاني او عمران خان په موجودګۍ کښې لاسليک شو.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر نن په سرکاري توګه د سعد آباد په تاريخي – کلتوري کمپلېکس کښې د پاکستان د وزيراعظم هرکلے وکړ.
د پاکستان وزيراعظم تهران ته له راتلو مخکښې پرون په مشهدمقدس ښار کښې د لنډ وخت لپاره ايسار شواو د اتم امام حضرت امام علي رضا (ع) له زيارت څخه شرفياب شو.