روحاني: ايران او پاکستان په ګډو پولو کښې د چټک ردعمل ځواک د تشکيل فېصله وکړه
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: تهران او اسلام آباد فېصله وکړه چې په پولو کښې له ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره چټک درعمل ښودونکے ځواک جوړ کړي.
ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په ګډاخباري کانفرنس کښې وويل، ايران او پاکستان موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو امنيتي ملګرتياوې دې زياتې شي.
ولسمشر د پاکستان له وزيراعظم سره مذاکرات د تهران او اسلام آباد په تعلقاتو کښې يو نوےګام وبلۀ او واضحه يې کړه، دواړو هېوادونوپرېکړه وکړه چې دغه تعلقات لا پراختيا پېدا کړي او هيڅ دريم هېواد دغه تعلقات تر تاثير لاندې نه شي راوستې.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د تجارتي او اقتصادي ملګرتيا د زياتولو لپاره د تهران او اسلام آباد ظرفيتونو ته په اشارې سره دا خبره په ګوته کړه، ايران چمتو دے چې د پاکستان تيلي ضرورتونه پوره کړي او د ګېسو پائپ لائن د بشپړه کولو په اړه هم ضروري اقدامات ترسره کړي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم په دغه ګډ اخباري کانفرنس کښې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ايران مقام ته په اشارې سره وويل، تهران او اسلام اباد په افغانستان کښې د صلحې او قرارۍ په رامنځته کولو کښې موثره کردار ادا کولې شي.
عمران خان همدارنګ د صهيونېسټ رژيم د پائتخت په توګه د قدس په رسميت پېژندلو او له دغه رژيم سره د نيواکي جولان يوځاے کولوکښې د امريکې اقدامات د ملګرو ملتو د پرېکړليکونو څرګنده خلاف ورزي وبلله او زياته يې کړه دغه اقدامات د انساني حقوقو خلاف ورزي هم ده.
د پاکستان وزيراعظم د کشمير مسئلې ته په اشارې سره وويل، کشمير فوځي حل لاره نه لري او که دغه مشکل هوار شي نو په سيمه کښې به تجارت رونق پېدا کړي.
عمران خان همدارنګ په مختلفو زمينو کښې د ايران او پاکستان د ملګرتياو د پراختيا په ضرورت تاکيد وکړ.