له افغان ولسمشر سره د ظريف د خاص استازي کتنه
May 17, 2019 14:37 Asia/Kabul
د په افغانستان په چارو کښې د ايران د خارجه وزير خاص استازي کابل ته په سفر کښې له افغان ولسمشر سره کتنه او د دغه هېواد راتلونکو انتخاباتو او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختيا په شمول د يو لړ مسائلو په باره کښې خبرې اترې وکړې.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد ابراهيم طاهريان فرد او محمد اشرف غني نن د دوو اړخيزو تعلقاتو د لا زياتې پراختيا او د ملګرتياو د جامع سند، د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو او د اقتصادي او امنيتي مسائلو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.
طاهريان فرد همدارنګ په دوام کښې د افغانستان له مخکښيني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتنه او د افغانستان د صلحې د بهير په باره کښې خبرې اترې او صلاح مشورې وکړې.