د ایران خارجه وزیر پاکستان ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82324-د_ایران_خارجه_وزیر_پاکستان_ته_ځي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د آسیايي سلامشورو په دوام کښې سبا پاکستان ته سفر کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2019 11:39 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر پاکستان ته ځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د آسیايي سلامشورو په دوام کښې سبا پاکستان ته سفر کوي.

محمد جواد ظریف به پاکستان ته په خپل سفر کښې د دغه هیواد له لوړ رتبه چارواکو سره ملاقاتونه وکړي او د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روانې مۍ میاشتې له دولسمې نیټه څخه خپل پړاویز سفر له ترکمنستانه پيل کړی او بیا هندوستان، جاپان او چین ته لاړ او د هم دغې میاشتې په اتلسمه نیټه تهران ته راستون شو.