روحاني: د ايران ملت به قدس او د تاريخ مظلومان هيڅکله يوازې پرې نږدي
(last modified Wed, 29 May 2019 10:57:06 GMT )
May 29, 2019 15:27 Asia/Kabul
  • روحاني: د ايران ملت به قدس او د تاريخ مظلومان هيڅکله يوازې پرې نږدي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې ايران ملت به قدس او د تاريخ مظلومان هيڅکله يوازې پرې نږدي وويل، د ايران ملت سږ کال هم د قدس د نړيوالې ورځې په لاريونونو کښې په خپل پراخه ګډون سره دا اعلان کوي چې کاميابۍ ته تر سېدو پورې د ظالمانو په مقابل کښې ټينګ اودريږي.

ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې واضحه کړه، فلسطين او قدس شريف د ټولومسلمانانود مقاومت لپاره د رمز يو نوم او اسرائيل  د دنيا د تيريګرو لپاره د رمز نوم يونوم دے چې غواړي په مسلمانانو ظلم وکړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د يمن او فلسطین مظلوم ملتونه د روژې په دې مبارکه مياشت کښې سختې ورځې تېروي وويل، د يمن او فلسطين مظلوم خلق له تيريګرو نه ويريږي او په قربانۍ، ايثار، ټينګ اودرېدنې او خپل قوت سره دښمنان په شاتګ مجبوروي.

ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې نيواکګرو ته د فلسطينيانو نننے ځواب  د توغندي په وړاندې توغندے دے، زياته کړه، يو وخت فلسطينيانو د له ځانه د دفاع لپاره يوازې يو کاڼے په اختيار کښې لرۀ خو نن په کوشش، قربانۍ او کورني صنعت سره  صهيونېسټان په شاتګ مجبوروي.

روحاني د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ د معاملې حقيقت د هغې د مطرح کونکو لپاره د پېړتۍ ماتې ده دا خبره په ګوته کړه چې نن دسيسه يوازې د فلسطين د ملت په خلاف نه ده بلکه د اېشيا د لويديځې سيمې په خلاف دسيسه ده.

د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه د ايران د اسلامي جمهوريت د ستر بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) په نوښت سره د قدس نړيواله ورځ نومولې شوې ده. سږ کال به د قدس د نړيوالې ورځې لاريونونه د راتلونکې جمعې يعنې د مۍ په يودېرشمه نېټه د نړۍ په ټولو هېوادونو کښې جوړيږي.

 

ټیګونه