ذ معظم رهبر نظر: «د پېړۍ معامله» د بحرين او سعودي د واکمنانو جبه
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ: «د پېړۍ معامله» نومې پلان به هيڅکله سرانجام ته ونۀ رسي.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي نن چارشنبه د تهران په امام خميني (رح) نومې عيدګاه کښې د وړوکي اختر د نمانځه په خطبو کښې
د فلسطين موضوع او د پېړۍ معامله نومې د امريکې له خيانته ډک پلان ته په اشارې سره هغه د اسلامي دنيا د وړومبۍ درجې له مسائلو وګڼۀ او وې فرمايل، د بحرين او سعودي په شان د ځينو اسلامي هېوادونو خيانت له خباثته د ډک داسې پلان زمينه برابرونکے شوے دے. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د پېړۍ معامله نومې پلان د اقتصادي غونډې لپاره د بحرين کورباتوب ته په اشارې سره واضحه کړه، دغه غونډه له امريکايانو سره تعلق لري، خو د بحرين واکمنان په خپلې کمزورۍ، بې وسۍد ولس او اسلام مخالفه روحيې سره د دغې غونډې زمينه برابرونکي شوي دي او د بحرين او سعودي واکمنان بايد پوه شي چې په کومه جبه کښې ګام اېښودے دے.
د پېړۍ معامله نومې پلان هغه پلان دے چې سپينې ماڼۍ ته د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ننوتلو سره مطرح شوے دے او په دغه لار کښې ځينې عرب مرتجع رژيمونه له امريکې او اسرائيلي رژيم سره غږمله دي.
د روانې جون ميلادي مياشتې په ۲۵ او ۲۶ ورځو کښې د بحرين د منامې د اقتصادي غونډې لپاره پلاننګ او په مکه کښې د فارس خليج د ملګرتيا د شورا او د عربو اتحاديې په دوو وروستيو عربي غونډوکښې د فلسطين مسئلې ته بې پامي د فلسطين له ارمان سره د آل سعود او آل خليقه رژيمونو د خيانت څرګندې نمونې دي. د امريکې ولسمشر په سعودي، بحرين او اماراتو باندې په دباو راوړلو سره کوشش کوي چې د پېړۍ معامله نومې پلان اقتصادي لګښت د دغو هېوادونو لخوا ادا کړے شي. د آل سعود او آل خليفه رژيمونو له امنيت څخه د امريکې ملاتړ هغوي د اسلامي نړۍ په وړومبنۍ مسئلې د سترګو پټولو په لار کښې راوستي دي.
په دې لړ کښې د لبنان د بيروت سېنټ جوزف پوهنتون د سياسي علومو د ادارې مدير کريم اميل بيتار له امريکائي پلان سره د فلسطين د خلقو پرېکنده مخالفت ته په اشارې سره وويل، په حقيقت کښې د پېړۍ معامله نومې پلان حقيقي ماهيت د فلسطين د مظلومو خلقو د حقوقو د قرباني کېدو په بيه د اسرائيلو او د فارس خليج د سيمې د هېوادونو د نزديو تعلقاتو جوړولو لپاره کوشش دے.
دغه کوششونه په داسې حال کښې دي چې سږ کال د قدس نړيواله ورځ د پېړۍ معامله نومې له امريکائي پلان سره د اسلامي او عربو ملتونو او فلسطيني ډلو د پراخه مخالفت په ننداره بدل شو.
سږ کال د قدس د نړيوالې ورځې لاريونونه د نړۍ له سلو نه په زياتو هېوادونو کښې وشول او دا يې وښودله چې د فلسطين د ملت آرمان او حقوق له هيڅ يو پلان سره د معاملې وړ نه دي او مقاومت به د امريکائي- عربي او صهيونېسټي پلان د اجرا مخه نيوکے شي.
په اسلامي نړۍ کښې د اتحاد او پيوستون په واکمنېدو سره د پېړۍ معامله نومې پلان له ماتې نه بغېر څه نتيجه نه لري او د فلسطين د مسئلې د هواري لپاره د امريکې تېرې تجربې د دې چارې بيانونکې دي.
په داسې حالاتو کښې د پېړۍ معامله نومې پلان لپاره د آل سعود او آل خليفه رژيمونو د کوشش يوازېنۍ نتيجه د هغې جبې لوري ته حرکت دے چې يوازې ساز باز کونکي رژيمونه به پکښې وربوخت شي او د فلسطين او قدس شريف مسئله به هم هغه شان د مقاومت د تفکر په اډاڼې سره ژوندۍ پاتې وي.