ظريف: د ايران فعاله ډېپلومېسي دوام لري
(last modified Sun, 16 Jun 2019 00:42:51 GMT )
Jun 16, 2019 05:12 Asia/Kabul
  • ظريف: د ايران فعاله ډېپلومېسي دوام لري

د ايران خارجه وزير قرغېزستان او تاجېکستان دوو هېوادونو ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د سفر د نتائجو په بيانولو سره وويل، د ايران فعاله ډېپلومېسي هم هغه شان دوام لري.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف بېګا په سوشل مېډيا کښې وليکل، د تاجېکستان په پائتخت دوشنبه ښار کښې د  تاجېکستان او ترکيې له ولسمشرانو او همدارنګ د قطر له امير سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ګټور ليدل کتل اوشول او په دغو ليدنو کتنوکښې د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په اړه منجمله د ايران په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو په اړه بحث او د نظر تبادله اوشوه.

د ايران خارجه وزير وويل: د افغانستان د حکومت له ولسمشر او اجرائي مشر سره د ايراني لوړ رتبه پلاوي په کتنه کښې هم دواړو خواو په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د هلو ځلو په دوام باندې په تاکيد سره د خپلو مېنخو تعلقاتو له پراختيا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

محمد جواد ظريف د هند له نوي خارجه وزير سره هم خپله کتنه ګټوره وبلله او تاجېکستان ته د ايراني پلاوي د سفر له مهمو ټکو يې وبلله.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو په نولسمه سرمشريزه غونډه کښې او په اېشيا کښې د تعلقاتو او اعتماد جوړونې په پينځمه سرمشريزه غونډه کښې د شرکت لپاره قرقېزستان او تاجېکستان ته د يو پلاوي په مشرۍ له سفر نه وروسته نن سحر وختي تهران ته راستون شو.

 

ټیګونه