د ایران ولس له دښمن سره د مبارزې وروستی ګټونکی دی
(last modified Tue, 18 Jun 2019 10:43:06 GMT )
Jun 18, 2019 15:13 Asia/Kabul
  • د ایران ولس له دښمن سره د مبارزې وروستی ګټونکی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران ولس په هیلې او امید سره دښمنان د هغوي اهدافو ته په رسیدو کښې نهیلې کوي او د ارادو د جنګ ګټویکی به وی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران له ولس سره د بدغواړو د جنګ بنیاد د اراردو جنګ وباله او ټنیګار یې وکړ چې د ایران دولس په هیلې او امید سره دښمنان د هغوي اهدافو ته په رسیدو کښې نهیلې کوي او د ارادو د جنګ ګټویکی به وی.

ولسمشر حسن روحاني نن په امام خمیني نومې نړیوال هوايي د (سلام) ټرمینل د پرانیستې په مراسمو کښې څرګنده کړه: د دښمنانو له دباؤنو سره سره چې غواړي نهیلي القاء کړي، د ایران خلک هره ورځ په خپل اقتصاد کښې د یو تازه تحرک او په هیواد کښې د ستر ټولنیز خوځښت کتونکي دي.

ولسمشر روحاني له نړۍ سره د ایران د اړیکې د غوڅولو لپاره د امریکې ناکامو هلوځلو ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکې له کوششونو سره سره ایراني چارواکي په ټولو نړیوالو غونډو کښې ځلیږي او له نورو هیوادونو سره د ایران اړیکې ښې دي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې له امریکې سره په مخامخیدنه کښې د نړۍ هیوادونه د ایران ستاینه کوي، څرګنده کړه: ایران په نړیوالو موافقو، لوظونو او لاسلیکونو وفادار دی او نن سبا ټوله نړۍ، امریکا د یو خلاف ورزي کونکي، لوظ ماتونکي او د انساني اصولو د مخالف هیواد په توګه پيژني.

ولسمشر هم داشان زیاته کړه: دا چې د ایران هوايي لاره یو امن او خوندي نړیوال کوریډور ګڼل کیږي، د ایران د اسلامي جمهوریت د ټرانزیټي قدرت په معنا دی.

 

ټیګونه