د ايران او پاکستان د تجارتي مبادلاتو په زياتولو تاکيد
د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير او په تهران کښې د پاکستان سفيرې د دوو اړخيزو تجارتي مبادلاتو په زياتولو تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير رضا رحماني په تهران کښې د پاکستان د سفيرې مېرمن رفعت مسعود په کتنه کښې زياته کړه، د پوله ايزو بازارګيو فعالول او د سوداګرو د مشکلاتو پېژندل او ختمول د دواړو هېوادونو په مبادلاتوکښې ځينې فرصتونه او کار سمونکي موارد دي.
رحماني همدارنګ پاکستان په نزدي وختونو کښې د خپل سفر خبرورکړ او وې ويل، د رغانده تجارتي ملګرتياو د پراختيا لپاره د ايران او پاکستان ګروهنې ته په پام سره دا هيله کيږي چې د خصوصي برخې د لا زيات مشارکت او غوره شويوتدابيرو سره په نزدې راتلونکي کښې دواړه هېوادونه ښې نتيجې ترلاسه کړي.
په تهران کښې د پاکستان سفيرې مېرمن رفعت مسعود هم په دغه کتنه کښې د تهران او اسلام آباد د ملګرتياو پراختيا ضروري وبلله.