ايران د دښمنانو د دباونو په وړاندې سر نه ټيټوي
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې تهران د دښمنانود دباونو په وړاندې سر نه ټيټوي تاکيد وکړ، دښمنان پکار دي د ايران له خلقو سره د احترام په ژبه خبرې وکړي.
محمد جواد ظريف نن په تهران کښې د صنعت او معدن د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کښې وويل: هغه دباونه چې نن امريکې په ايران راوړي دي په سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې له ايران څخه د واشنګټن د پرله پسې ماتو په وجه دي.
جواد ظريف د دې په بيانولو سره چې نن ايران په ميداني برخه کښې په کمزوري دريځ کښې نه دے واضحه کړه، امريکايانو په اقتصادي ډګر کښې له هغه مېنځ مهاله فرصت څخه چې د ډالر په واکمنۍ سره په اقتصادي ډګر کښې لرۀ کوشش وکړ په ايران باندې دباونه راوړي خو په حقيقت کښې د خپل ځان لپاره يې مشکلاتو رامنځته کړل.
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير له نورو هېوادونو سره له خپلو تجارتي معاملو څخه د ډالر په لرې کولو کښې د روسيې، هند، ترکيې او چين په شان ځينو هېوادونو اقداماتو ته په اشارې سره وويل، دا چاره د نړيوالو تعلقاتو په راتلوکي کښې د ډالر د رول د کمېدو په معنا ده.
ظريف د اروپا او ايران د خاصې لارې چارې اېنسټېکس د اجرا په اړه هم وويلو اېنسټېکس يو سټراټيجک ارزښت لري ځکه چې د امريکې ډېر نزدې انډيوالان په خپلو اقتصادي تعلقاتو کښې له دغه هېواد څخه د لرې کېدو په حال کښې دي. هغه زياته کړه، البته له ايران سره د اروپا ژمنې له اېنسټېکس نه لا زياتې اوچتې دي.