د اروپايانو بدقولۍ ته په ځواب کښې د ايران نوے ګام، ايران د يورانيمو په پخولو کښې د درې سوه کېلوګرامو له پولې تېر شو
ايران د برجام ايټمي موافقې د ۳۶ بند په بنياد د يورانيمو په پخولو کښې د درې سوه کيلوګرامو له پولې تېر شو.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د خبريالانو په ټول کښې د خپلو برجامي ژمنو په پوره کولو کښې د اروپايانو بدقولۍ ته په اشارې سره د ايران د نوي ګام په اړه وويل، «ايران د هغه پروګرام مطابق چې له مخکښې نه يې اعلان کړے ؤپه ډېر روڼه او واضحه توګه په برجام کښې خپلې ژمنې کموي.»
ظريف زياته کړه، ايران به د خپلو برجامي ژمنو د کمولو په ورپسې مرحله کښې د يورانيمو په پخولوکښې له درې اشاريه شپږ اوۀ فيصده اندازې نه تېر شي.
د يورانيمو د ذخيرو د زياتولو لپاره د ايران فېصله د برجام د موادو په بنياد شوې ده او د دغې موافقې خلاف ورزي نه ګڼل کيږي.
په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د ايران دائمي استازي او سفير کاظم غريب آبادي پرون په برجام باندې د ايران د پابندۍ په باره کښې د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس پينځلسو رپوټونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د خپلو حقوقو د حاصلولو په لړ کښې د ايران اقدام د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو مطابق دے. نو په دې بنياد ايران د روان ميلادي کال د مۍ له اتمې نېټې څخه د خپلو برجامي ژمنو د کمولو لپاره يو لړ اقدامات غوره کړي دي. د ايران د ځينو ژمنو کمول او د ځينو ايټمي فعاليتونو شروع کول چې ترسره کول يې د برجام په چوکاټ کښې اودرول شوي وي، له ايټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو او د خپلو ژمنو په اجرا کښې د اروپائي هېوادونو د بدقولۍ په ردعمل کښې دي.
اوس د درنو اوبو او د پاخۀ شوو يورانيمو ذخيره کول برجامي لورو ته يو مهم پېغام ورکوي. ځينې په دې باوري دي چې په اوسنيو حالاتو کښې د تهران لاسونه پښې تړل شوي دي. په داسې حال کښې چې دغه اقدام د ايران د هغو پراخواقداماتو يوازې يوه برخه ده چې ترسره کولې يې شي.
د برجام ايټمي موافقې له مخې د پاخۀ شوو يورانيمواندازه چې په ايران کښې يې شتون پکار دے درې سوه کېلوګرامه ده او زيات پاخۀ شوي يورانيم پکار دي نورو هېوادونو ته صادر شي. خو امريکه په خپلو بائيکاټونو سره غواړي برجام په بشپړه توګه له بندون سره مخامخ شي. په دې سناريو کښې دوه هدفونه اټکلېدونکي دي:
وړومبے هدف په بشپړه توګه د يورانيمو د پخولو اودرول چې دغه هدف له مخکښې نه ماتې خوړلې ده.
خو دويم هدف له برجام څخه د ايران تخلف په اړه نويو ادعاګانو مطرح کولو ته مخه کول په داسې حال کښې دي چې د ايران اقدام په برجام کښې له اټکل شوي مفاد سره مطابقت لري.
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي وائي: د برجام له مخې مونږ پکار دي له يو سل دېرشو تنو درنو اوبو نه زياتې اوبه اوله درې سوه کيلوګرامه زيات پاخه شوي يورانيم يا بدل کړو او يا يې خرڅ کړو، خو امريکې ويلي دی چې څوک حق نه لري له ايرانه اخېستنه وکړي، ځکه چې غواړي دغه توليد په ټپه اودريږي، دلته هم مونږ په برجام باندې ټينګ ولاړ يوو که نه شوو خرڅولې نو پکار دي توليد يې بند کړوو. په نوي ګام کښې مونږ د توليد او خرڅولو په محدوديت پابند نه يوو او او غواړو هغه ذخيره کړو. د ذخيرو سټراټيجک ارزښت په دې کښې دے چې بې له څه محدوديته په هېواد کښې شتون ولري.
اوس په داسې حال کښې چې اروپايانو ته په ورکړې شوي شپيته ورځني فرصت کښې يوازې څو ورځې باقي پاتې دي د ايران د پاخه شوي يورانيمو ذخيرې د درې سوه کېلوګرامه له پولې څخه تېرېدل په برجام کښې باقي پاتي لورو ته يو جدي خبردارے دے. د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه له برجام څخه د امريکې له وتلو او د ايران لخوا د ۳۶ دېرشمې مادې له اجرا نه وروسته اروپايانو يولس ژمنې وکړې چې اېنسټېکس له دغو ژمنو څخه يوه ژمنه نه ده بلکه د دغو ژمنو د اجرا لپاره يوه سريزه ده.
د داسې حالاتو په نظر کښې لرلو سره د ايران خارجه وزير ويلي دي چې په داسې صورت کښې چې اروپايان د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره ضرورت اقدامات ترسره کړي نو د تهران اقدمات ستنېدونکي دي خو که ضروري اقدامات ونه کړي ايران به د برجام د ۳۶ بند مطابق خپل اقدامات کم کړي.
-------