ایران به بیخي د اروپایانو په طریقه د برجام پابندي کوي
محمد جواد ظریف: ایران به له دې وروسته په ایټمي موافقه کښې خپلې کړې ژمنې، هم هغه د اروپایانو په طریقه اجرا کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا د اروپایانو د وروستۍ خبرپاڼې په غبرګون کښې چې په کښې د ایران په برجامي اقداماتو نیوکه شوې وه، وویل: ایران به له دې وروسته په ایټمي موافقه کښې خپلې کړې ژمنې، هم هغه د اروپایانو په طریقه اجرا کوي.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې محمد جواد ظریف په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: ایران به تر هغه وخته د ایټمي موافقې پر بشپړې اجرا پایبند پاتې شي تر څو چې درې اروپایي هیوادونه او اروپايي اتحادیه د خپلو اقتصادي ژمنو د اجرا پابندي کوي.
هغه زیاته کړه: له دې وروسته به ایران په برجام کښې پر خپلو ژمنو باندې هغه شان عمل وکړي څنګه چې پرې اروپایانو کړی او کوي یې، او دا بیخي منصفانه کار دی.
د ویلو ده چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې او د جرمني، بریتانیې او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون مازیګر په یوه ګډه بیانیه کښې د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زیرمو له زیاتیدو اندیښنه وښودله او مدعي شول چې په ایټمي موافقې باندې د اروپايي اتحادیې ژمنتیا، پر دغې موافقې د ایران په بشپړې پابندۍ پورې تړاؤ لري.
اروپایانو په دغه خبرپاڼه کښې له ایرانه وغوښتل چې د خپلو پخو شویو یورانیمو اندازه په ایټمي موافقه کښې ټاکل شوې سطحې ته ټیټه کړي.