ظريف: په ايران د امريکې تيري په ټرمپ سره نه دي شروع شوي
(last modified Thu, 04 Jul 2019 01:02:27 GMT )
Jul 04, 2019 05:32 Asia/Kabul
  • ظريف: په ايران د امريکې تيري په ټرمپ سره نه دي شروع شوي

د ايران د اسلامي جمهوريت تاکيد وکړ، په ايران د امريکې تيري يوازې د ټرمپ په راتلو سره نه دي شروع شوي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د ايران په ۶۵۵ نمبر مسافر وړونکې الوتکې باندې د امريکې د حملې د کليزې په مناسبت وويل: يو دېرش کاله مخکښې په داسې يوه ورځ امريکائي سمندري بېړۍ د اوبو د پاسه د ايران یوه مسافر وړونکې الوتکه رانسکوره کړه او د شپږ شپېتو ماشومانو په شمول يې پکښې ټول سوارۀ دوه سوه نوي تنه ووژل.

د العالم د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپله ټوئيټرپاڼه کښې د يو پېغام په خپرولو سره وليکل: په ايران باندې د امريکې تيريګرۍ يوازې د ډونالډ ټرمپ په راتلو سره نه ده شروع شوې. هغه وويل، شجاعت او راتلونکي ته کتنه چې د جنګ لپاره د بي ټيم د تندې په وړواندې يوه اراده ده دغه تيري ختمولې شي.

 

 

ټیګونه