ايران د اماراتو د شارجې د واکمن د زوے په مړينه تسليت ووايۀ
(last modified Thu, 04 Jul 2019 01:17:41 GMT )
Jul 04, 2019 05:47 Asia/Kabul
  • ايران د اماراتو د شارجې د واکمن د زوے په مړينه تسليت ووايۀ

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف بېګا د اماراتو د شارجې واکمن شېخ سلطان بن محمد القاسمي ته په يو پېغام کښې د هغه د زوے په مړينه تسليه ووايۀ او له هغه او د کورنۍ نورو کسانو سره يې خواخوږي وکړه.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې برطانوي رسنيو وړمه ورځ په لندن کښې د اماراتو د شارجې د حاکم د زوے شيخ خالد بن سلطان بن محمد القاسمي د مړينې خبر ورکړ.

تر اوسه د برطانيې پوليسو او چارواکو د هغه مرګ د علت په اړه څه رپوټ نه دے خپور کړے.

د شارجې د واکمن د زوے په مرګ په ټولو متحده عرب امارات کښې درې ورځې عمومي وير او ماتم اعلان شوے دے.

 

ټیګونه