امریکا دې د ایران خلاف اقتصادي ترهګري بنده کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران خالف د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ د بندولو په ضرورت ټینګار وکړ.
محمد جواد ظریف نن د خبریالانو په ټول کښې په دې خبرې سره چې د ایټةي موافقې او مذاکراتو په هکله د ایران دریځ بیخي څرګند او روښانه دی، وویل: د امریکې تر دباؤ لاندې هیڅکله د خبرواترو امکان نشته.
ظریف هم داشان په برجام ایټمي موافقه کښې د ایران د ژمنو کمیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فیډریکا موګریني ته په پنځو لیکونو کښې ویلې دي چې د امریکې او اروپا له خوا د برجام خلاف ورزۍ ته په پام سره تهران په رسمي توګه د لورو د بدقولیو په وړاندې د ژمنو د کمولو په هکله د دغې موافقې د ۳۶ مادې لاره چاره عملیاتي کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په برجام کښې د اروپایانو په کردار باندې په نیوکې سره زیاته کړه: اروپایان د خپل امنیت لپاره لګښت ورکولو ته تیار نه دي.
محمد جواد ظریف هم داشان د ایران په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د ننی غونډې په هکله وویل: امریکا چې د ایټمي موافقې خلاف ورزي یې کړې، د هغه کار لپاره چې په دې موافقه کښې دی او د آژانس په څارونکو اصولو او الحاقي پروټوکول پورې هم هیڅ تړاؤ نه لري، د غونډې جوړولو غوښتنه کوي.
ښاغلي ظریف په جبل الطارق کښې د انګلستان د سمندري ځواک له خوا په جبل الطارق کښې د انګلستان د سمندري ځواک له خوا د ایراني تیل وړونکې کشتۍ د نیول کیدو په هکله هم وویل چې د انګلستان دا کار د ایټمي موافقې خلاف ورزي ده.