ایران سفارتي لاره بیخي خلاصه پریښې ده
(last modified Thu, 11 Jul 2019 01:23:10 GMT )
Jul 11, 2019 05:53 Asia/Kabul
  • ایران سفارتي لاره بیخي خلاصه پریښې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشر د کتبي پيغام له ترلاسه کولو وروسته وویل: ایران د ډیپلماسۍ او خبرواترو لاره بیخي خلاصه او پرانیستې ساتلې ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د فرانسې د ولسمشر د سفارتي سلاکار امانوئل بون په کتنه کښې، د فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون له خوا د پيل شویو فعالیتونو په هرکلي سره هیله څرګنده کړه چې د ایټمي موافقې لوري له دې فرصته په ښه توګه استفاده وکړي څو مطلوب ټکي یعنې د ایټمي موافقې بشپړې اجرا ته ورسیږي.

ډاکټر روحاني زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي هدف دا دی چې په ایټمي موافقه کښې قید شوې ژمنې د ټولو لورو له خوا په بشپړه توګه اجرا شي او که طرفین پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به هم د خپلو ژمنو په بشپړولو کښې نوې ګامونه پورته کړي.

د فرانسې د ولسمشر ډیپلماټیک سلاکار امانوئل بون هم په دغه کتنه کښې د خپل ولسمشر امانوئل مکرون لیکلی پيغام، د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وړاندې کړ.

امانوئل بون چې تهران ته راغلی دی، له دې مخکښې یې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ملي امنیت د شورا له مشر منشي علي شمخاني سره ملاقاتونه کړې وو.

 

ټیګونه