ظريف: د ايران ملت به له هغه چا سره چې د اقتصادي ترهه ګرۍ اقدام يې کړې وي خبرې اترې ونه کړي.
د ايران خارجه وزير امريکايانو ته په خطاب کښې وويل، د ايران ملت به له هغه چار سره چې د اقتصادي ترهه ګرۍ اقدام يې کړے وي خبرې اترې ونه کړي.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف نن د خبريالانو په ټول کښې د دې په اړه چې آيا ايران په خبرو اترو کښې د ګډون لپاره امريکې ته شين څراغ ښودلے دے وويل:امريکايانو خپله فېصله وکړ چې د خبرو اترو مېز پرېږدي او اوس په يو دروغو ادعا سره د عامه افکارو د غولولو لپاره ووائي چې خبرو اترو ته چمتو دي.
ظريف همدارنګ په فارس خليج کښې د برطانيې د يوې تېل اوړونکې کيشتۍ د اودرولو لپاره د ايران د کوشش په اړه د انګرېزانو د ادعا په ردولوسره وويل، هغه څه چې خپله هغوي مطرح کړل او هغه ادعاوې چې يې مطرح کوي د تاوتريخوالي پېدا کولو لپاره دي او هيڅ ارزښت نه لري.
د ايران خارجه وزير تهران ته د فرانسې د ولسمشر د خاص استازي د سفر په حقله هم وويل ، تر هغه وخته چې امريکه د ايران په خلاف په اقتصادي جنګ بوخته ده اروپايان پکار دي دا توقع ونه لري چې ايران به له خپلو اقداماتو وروسته شي.