ایران په برجام کښې تل د خپلو ژمنو پابندي کړې ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران په ایټمي موافقې کښې خپلې ژمنې تل پوره کړ ې دي او هیڅ کله یې خلاف ورزي نه ده کړې.
د ایرنا د خبر له مخې د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د خراسانِ شمالي ولایت د اداري شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې برجام د ایران ستره سیاسي او اخلاقي بریا ده او په ایټمي موافقه کښې د ایران سیاسي او حقوقي قدرت دنیا ته ثابت شوی دی، زیاته کړه: که برجام د ایران په تاوان وی نو ۱۴ میاشتې مخکښې به ترې امریکا نه وتله.
د ایران د مجريه قوې مشر څرګنده کړه: امریکې ۱۲ کاله ادعا کوله چې ایران په پټه ایټم بم جوړوي او غیرقانوني کار ترسره کوي خو د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي وسلو په تکل کښې نه دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران د زور وینو په وړاندې له دریدنې پرته بله لاره نه لري، ټینګار وکړ: یوازنی هیواد چې د ملګرو ملتو امنیت شورا یې د یورانیمو پخول په رسمیت پیژندلي دي، ایران دی.
د ویلو ده چې ولسمشر حسن روحاني پرون د څو عمراني او صنعتي پروژو د افتتاح لپاره خراسان شمالي ولایت ته تللی او له دغه کار نه علاوه یې د شیروان ولسوالۍ د خلکو په ټول کښې وینا هم کړې.