د ایران خلک د امریکې له اقتصادي ترهګرۍ سره مخ شوې دي
(last modified Thu, 18 Jul 2019 01:21:30 GMT )
Jul 18, 2019 05:51 Asia/Kabul
  • د ایران خلک د امریکې له اقتصادي ترهګرۍ سره مخ شوې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران خلک په ډیره بوږنونکې توګه د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ هدف ګرځیدلې دي.

محمد جواد ظریف پرون په نیویارک کښې د (اقتصادي-اجتماعي شورا) په موضوع سره د ملګرو ملتو د جګ پوړې سیاسي ټولنې په کلنۍ غونډه کښې په خپله وینا کښې وویل: د ایران په خلکو باندې د امریکې د غیرقانوني بندیزونو لګیدل، د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پر خلاف ورزۍ سربیره، په ایران او نورو ډیرو ګاونډیو هیوادونو کښې د پایدارې پراختیا اهدافو ته د رسیدو د لارې یو ستر ګواښ ګڼل کیږي.

ظریف وویل: ایران له هغو سترو خنډونو سره سره چې د غیرقانوني بندیزونو د تپل کیدو په وجه ورسره مخامخ پاتې شوی، په خپلو دوامدارو هلوځلو سره او د ملي اصولو او وړومبیتوبونو له مخې، په توانمن سازۍ او د خلکو ترمینځ په برابرۍ رامینځته کولو کښې د پام وړ پرمختګونه کړې دي.

د ایران خارجه وزیر هم داشان سیمه ایزو ګواښونو او د ترهګرۍ د بهرنیو ملاتړو له خوا رامینځته شوې ناامنۍ ته هم اشاره وکړه.

 

ټیګونه