ایران د برجام د ساتنې لپاره د ټولو لارو د خلاصو پریښودو هوډ لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر خپل فرانسوي همرتبه ته وویل چې ایران د هراړخیزې نړیوالې موافقې د ساتنې لپاره د ټولو لارو آزادو پریښودو ته هوډمن دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د فرانسې هلې ځلې مهمې وبللې او ویې ویل چې ایران د دغې موافقې د ساتنې لپاره د ټولو لارو آزادو پریښودو ته هوډمن دی.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې ایران ته د هغه د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې سره، د امریکې له خوا د ایران خلاف د بندیزونو سختیدل د ایټمي موافقې لپاره ستونزمن وبلل او زیاته یې کړه: په امریکې کښې داسې کسان شته چې نه غواړي د برجام د ساتلو لپاره هلې ځلې کامیابې شي چې نمونه یې د ایران د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو د غلا کولو لپاره د امریکې د کانګرس وروستۍ فیصله ده.
د اسلامي ایران ولسمشر د اینسټکس له لارې د ایران د خرڅ کړیو تیلو د پیسو له راتلو سره هم مهاله له دغې لارې تبادله، د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د هلوځلو د دوام په لړ کښې مهمه وبلله او څرګنده یې کړه: د وخت تیریدل او د فرصتونو ضایع کیدل به ایران د دریم ګام اجرا کولو ته مجبور کړي.
ولسمشر روحاني د امریکې د بندیزونو ختمیدل د ایټمي موافقې د ساتنې او دوام او تیر وخت ته د حالاتو د ستنیدو یوه بله لاره وبلله او ویې ویل: د ایران د فعالیتونو د بندولو لپاره څومیاشتنی لارې چارې هیڅکله د منلو وړ نه دي.
په دغو ټیلیفوني خبرو اترو کښې د فرانسې ولسمشر هم د شخړو د کمولو او د برجام د ساتلو لپاره د طرفینو د هلوځلو ضرورت ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره تل داسې تندلاري شته چې صلحې ته د رسیدو لپاره د هیوادونو د هلوځلو مخه نیسي او د ایران خلاف د بندیزونو د لاسختولو په هکله د امریکې اعلان، په هم دې لړ کښې دی.
امانوئل مکرون په دې خبرې سره چې اروپا د اینسټکس د عملي فعالیدو لپاره خپل اقدامات ګړندي کړې دي، په برجام کښې د ایران د ګټو د تامینیدو په اړه د دریو اروپايي هیوادونو ګډې بیانیې ته اشاره وکړه او زیات یې کړه: د امریکې له خوا لګیدلو بندیزونو له ایران سره د ډیرو هیوادونو سوداګري اړیکې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.