کاراکاس ته د ظريف سفر؛ په غېر جانبدار غونډه کښې نړيوالې صلحې او امنيت ته په کتنه کښې د ايران د نظرونو بيان
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف نن په نيويارک کښې د خپل سفر له ختمېدو وروسته د غېرجانبدارو د غورځنګ د غږملتيا د دفتر د وزيرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره د وېنزوېلا پائتخت کارکاس ته لاړ. دغه غونډه د نړيوالو حقوقو د احترام له لارې د صلحې د ترويج او تثبيت په عنوان سره کيږي.
وېنزوېلا په اوس حال کښې د غېر جانبدارو غورځنګ پړويزه مشري په غاړه لري.
د غېرجانبدارو غورځنګ په ۱۹۶۱ کال کښې د شرق او غرب دوو بلاکونو ترمېنځ د سوړ جنګ په اوج کښې د يوګوسلاويه په پائتخت بلګراډ کښې جوړ شو.
په اوس حال کښې د نړۍ يوسل او شل هېوادونه يعنې د ملګرو ملتو د غړيو تقريباً په دريو کښې دوه برخې او د دنيا د نفوسو پينځه پنځوس فيصده د غېرجانبدارو غورځنګ تشکيلوي. دغه ستره ټولګه په بالقوه توګه په نړيوالو ټولنوکښې يو مهم رول لوبولې شي.
له سياسي اړخ نه علاوه له اقتصادي لحاظه هم د غېرجانبدارو غورځنګ يوه طاقتوره ډله ده چې د سيمه ايزو بلاکونو په جوړېدو کښې موثره کېدې شي.
د غېرجانبدارو غونډه په داسې حال کښې کيږي چې په سيمه ايزو روابطو کښې فوځي مداخلتونو او سلط لټونو ته ګروهنې په زياتېدو دي. د اقتصادي بلاک جوړونو په ځاے فوځي بلاک جوړونو ته ګروهنه هم هغه شان د سيمې د ځينو هېوادونو په ذهنيت او چلند باندې غلبه لري.
په وروستيو کلونو کښې د دغو تفکراتو او چلندونو تر تاثير لاندې د اېشيا په لويديځ کښې زياتې ناخوښه پېښې رامنځته شوې چې د خپلو زياتو وسلو د خرڅولو لپاره د نړيوالو قوتونو د يو اړخيزو سياستونو او طمه لرنو نتيجه وه او ده.
دغه چلند د هېوادونو ترمېنځ د جنګونو د شروع کېدو، د لانجو د سختېدو، د تاوتريخوالو د زياتېدو او په تعلقاتو کښې د تفرقې او بېلتون د رامنځته کېدو سبب شوے دے.
د ايران اسلامي جمهوريت د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو لخوا د دروغو انځور جوړونو په اپوټه هيڅکله له نړيوالې صلحې سره په مقابل کښې نه ؤ او نه دے.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په اته شپېتمه غونډه کښې «د تشدد او تندلاريتوب په خلاف نړۍ» نومې منصوبې تجويز وړاندې کړ چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کښې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د دوو اجتماعي پرېکړليکونو د تصويبېدو سبب شو.
اوس هم ايران خبرې اترې او مذاکرات د نړيوالو او سيمه ايزو لانجو د هواري ترټولو غوره لار بولي. خو د ايران اسلامي جمهوريت له هغو کسانو سره چې د ايران په ملت يې اقتصادي ترهه ګري تپلې ده د زور په بنياد خبرې اترې او مذاکرات نه مني.
بې له شکه په صلح، ارامښت او امنيت کښې ژوند کولو، د سائنسي ترقۍ او پرمختګ د حق د لرلو، له تجارتي او اقتصادي فعاليتونو څخه بې له څه خنډ اچونې برخوروالي او د فلسطين د مظلوم ولس لپاره مورني ټاټوبي ته د ستنېدو او د يو ټاټوبي د لرلو د حق په شان اهدافو ته د رسېدو لپاره يوزړۀ توب او ملګرتياو ته ضرورت لري.
د ايران له نظره د غېرجابندارو غورځنګ د ځينو غړيو ترمېنځ د ځينوکمښتونو او کمزوريو باوجود هم هغه شان خپلو هدفونو د رسېدو لپاره د پام وړ ظرفيتونه لري. نړيوال بدلونونه ښودنه کوي چې د نړيوالو بدلونونو په ډګر کښې په تېره بيا د سلطې د نظام په مقابل کښې د ملتونو له حقوقو څخه د حقيقي دفاع، صلحې او امنيت په لړ کښې د غېر جانبداروشتون ضروري دے.
له دې نظره د غېرجابندارو په غونډه کښې د ايران د خارجه وزير شتون د نړيوالې صلحې او امنيت په وړاندې د غېرجانبدارو د رول د اهميت په باره کښې د ايران د نظرياتو د بيانولو لپاره يوه فرصت دے.
----------