د تهران او بغداد هراړخیزې اړیکې مخ په پراختیا دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د تهران او بغداد د هراړخیزو اړیکو په ورځ په ورځ پراختیا کښې اغیزشیندونکي ګامونه به هم دغه شان دوام ولري.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني بیګا په تهران کښې د عراق د وزیراعظم عادل عبدالمهدي په مشرۍ د عراق د لوړرتبه پلاوي په کتنه کښې، په روانو حالاتو کښې د ایران او عراق د ملګرتیاؤ او اړیکو پراختیا ډیره مهمه وبلله او زیاته یې کړه: په داسې شرایطو کښې چې په سیمه کښې لا ضروري ثبات او امنیت نه دی رامینځته شوی، د تهران او بغداد د هراړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو پراختیا به د سیمې د ثبات او امنیت په پراختیا باندې خامخا اغیزه وکړي.
ولسمشر روحاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې له نورو هیوادونو سره د اړیکو زیاتولو ته ګروهنه لرلې ده او هیڅکله به د جنګ او کشالې پیلونکی نه وي، وویل: ایران په ټول تاریخ کښې په فارس خلیج، هرمز اوبلارې او عمان سمندر کښې د کشتۍ چلونې د امنیت او آزادۍ ستر ساتونکی پاتې شوی دی.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د سیمې ثبات او امنیت د ایران لپاره تل د اهمیت وړ پاتې شوی دی، وویل: ایران او عراق کولی شي چې د دوو ګاونډیو او ملګرو هیوادونو په توګه د سیمې د ثبات او امنیت د پراختیا په لړ کښې خپلې ملګرتیاوې زیاتې کړي.
په دغه کتنه کښې د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي هم چې پرون مازیګر د خپل هیواد د لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی، وویل: د یو بل لپاره د ایران او عراق د ورورولی او دوستۍ احساس دوه اړخیز او متقابل دی.
هغه په مختلفو برخو کښې د عراق او ایران د اړیکو په لاپراختیا هم ټینګار وکړ.
د عراق وزیراعظم په سیمه کښې د شخړو د زیاتولو لپاره ځینو روانو دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړه چې عراق به هیڅکله د ایران خلاف بندیزونو کښې ونډه وانه خلي.