ظريف: په اوسنيو حالاتو کښې د ايران دريم ايټمي ګام به حتماً عملياتي کيږي
د ايران خارجه وزير د خپلو برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپايانو بدقولۍ ته په اشارې سره تاکيد وکړ، په اوسنيو حالاتو کښې او تر هغه وخته چې اروپا لازمي اقدمات ترسره نه کړي بې له شکه به د ايران دريم ګام عملي شي.
محمد جواد ظريف نن د خبريالانو په ټول کښې د دې په بيانولو سره چې د اروپايانو اقداماتو تر اوسه د هغوي له ژمنو سره هيڅ تناسب نه دے لرلے زياته کړه، که اروپايان خپل توقعات عملي کېدل غواړي پکار دي د خپلو ژمنو د اجرا په لار کښې تګ وکړي.
ظريف اېنېسټکس د روپا د ژمنو د اجرا لپاره يوه وسيله وبلله نه د امريکې د حکومنو لپاره او زياته يې کړه. اېنېسټکس يو مقدماتي مرحله وه چې اوس په کامله توګه عملياتي شوې نه ده او که عملياتي شي حتماً ضرورت لري چې د تېلو خرڅون او ايران ته يې د پېسو ستنېدل پکښې شامل شي.
د ايران خارجه وزير په سيمه ايزو مسائلو کښې د اماراتو د تګلارې د بدلون په باره کښې وويل، که د اماراتو، سعودي او بحرين په شمول د سيمې ځينې هېوادونه خپل سياستونه بدل کړي او د هېوادونو په کورنيو چارو کښې له مداخلته لاس واخلي، نو ايران له ګاونډيانو سره د ارتباط د ټينګولو غوښتونکے دے.
ظريف هيله څرګنده کړه چې د بي ټيم غړي يعنې د صهيونېسټ رژيم وزير اعظم بنيامين نتنياهو، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار جان بولټن ټيم پکار دي نتنياهو او بولټن پورې محدود شي.