ربيعي: د ظريف بائيکاټول د ايران د حکومت او ملت په بنيادونو يرغل دے
(last modified Sun, 04 Aug 2019 09:05:54 GMT )
Aug 04, 2019 13:35 Asia/Kabul
  • ربيعي: د ظريف بائيکاټول د ايران د حکومت او ملت په بنيادونو يرغل دے

د ايران د حکومت وياند وويل، د امريکې د بې تجربه والي له رويه د ايران د خارجه وزير بائيکاټول د ايران د حکومت او ملت په بنيادونو يرغل دے.

د امريکې د خزانې وزارت د بائيکاټ په نشې د دغه هېواد د حکومت د اخته کېدو په دوام کښې د تېر زيارت په ورځ سحر وختي د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف نوم د خپلوبائيکاټ شويو کسانو په لېسټ کښې شامل کړ.

د ايران د حکومت وياند علي ربيعي په يوې خبرې ناسته کښې د دې په بيانولو سره چې د محمد جواد ظريف بائيکاټول په يو کس حمله نه ده زياته کړه، د امريکې دغه اقدام له دې نه علاوه چې د ټولو ډېپلومېټکو چلندونو په خلاف چاره ده بلکه د نړۍ د ډېپلومېسۍ په تاريخ کښې هم يو بې مخينې واقعه ګڼل کيږي.

ربيعي له ظريف څخه د ايران د لښکري او حکومتي چارواکو  ملاتړ ته په اشارې سره واضحه کړه، د امريکې دې اقدام د ايرانيانو وحدت او يووالے نور هم زيات کړے او د نړيولې ټولنې منفي ردعمل يې په ځان پسې لرلے دے. هغه همدارنګ د دې په بيانولو سره چې اسلامي جمهوريت به هيڅکله ګوښې ته نه شي وويل، زياتره هېوادونه د ايران په خلاف  د امريکې بائيکاټونو تابعداري نه کوي چې دا موضوع د امريکې د نړيوالې ګوښته کېدو ښودنه کوي.

 

 

ټیګونه