د ایران د زمری د ۲۰ نیټې ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام په خپل پیغام کی همداراز فرماییلی دی د پيړۍ معامله د مقاومت د جبهې په همت او ایمان سره په ماتې محکومه ده .
جمهوری اسلامی
د ایران ټولو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د بیت ا... الحرام حاجیانو ته د رهبرۍ د ستر مقام د مهم پیغام ، د عرفې او اختر ورځې په مناسبت بیلا بیل مطالب چاپ کړی دی .
لومړی خو زمونږ لخوا د لوی اختر مبارکی ومنئ اوس راځو د حج په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام مهم پیغام ته چی په خپل پیغام کی یې فرمایلی دی د حج ستره بریا له ګډو دښمنانو سره د مقابلې لپاره د وسونو راغونډول دی .
د رهبرۍ ستر مقام په خپل پیغام کی همداراز فرماییلی دی د پيړۍ معامله د مقاومت د جبهې په همت او ایمان سره په ماتې محکومه ده . حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د بیت الله الحرام زیارتوالو ته په یو پيغام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د وروستیو پیړیو ترټولو ستر ظلمونه په فلسطین کښې شوې دي، څرګنده کړه: د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ ترټولو مهمه مسئله ده چې د هر مذهب، توکم او ژبې د مسلمانانو د سیاسي مسائلو په سر کښې ده.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي، په دې خبرې سره چې (د پيړۍ معامله) چې د ظالمې امریکې او د هغې د خائنو انډیوالانو له خوا یې زمینه برابریږي، د انساني ټولنې په حق کښې یو جنایت دی، زیاته کړه: د فلسطین ولس د خدای تعالی په توفیق سره ماتې نه ده منلې او حوصله یې نه ده بایللې او نن له پرونه په زیاتې ولولې او میړانې سره په ډګر کښې دی خو د کار نتیجه د ټولو مسلمانانو مرستې ته ضرورت لري.
دوي د برائت دستورې د هرې زمانې د طاغوتیانو له ټولو بې رحمیو، ظلمونو، بدیو او فسادونو د بیزارۍ او د دورانونو د مستکبرانو د زوروینې او کلنګ اخیستنې په وړاندې د ودریدنې په معنا وبللې او څرګنده یې کړه: نن سبا د مستکبرانو او په سر کې یې د امریکا د شرک او کفر له جبهې برائت، له جنګ جوړولو او مظلوم وژنې د برائت په معنا دی؛ د ترهه ګرۍ د مرکزونو منجمله داعش او امریکا د غندلو په معنا دی؛ د ماشوم وژونکي صهیونسټ رژیم او د هغوي د ملاتړو او ننګه ګوونکو په سر د غورځي وهلو په معنا دی.
معظم رهبر زیاته کړه: په حج کښې له مشرکانو برائت، د اسیا او افریقا د شمال په حساسه سیمه کې د امریکا او دهغې د انډیوالانو د جګړه ماریو د غندلو په معنا دی چې د ولسونو مصیبتونه او کړاوونه یې اوج ته رسولې او هره ورځ په هغوي درانه مصیبتونه نازلوي؛ د جغرافیا، نسل او د پوستکي د رنګ په اساس له توکم پالنې او توپیره د بیزارۍ په معنا دی؛ د هغه نجیبانه او عادلانه او شرافتمندانه کړنو چې اسلام ورته ټول بللې دي په وړاندې د تیري ګرو او فتنه ګرو له استکباري او خبیثانه عملونو د بیزارۍ په معنا دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان په دې خبرې سره چې د اسلامي نړۍ نخبه او مهم کسان چې له مختلفو هیوادونو یې یو شمیر همدا اوس د حج په دستورو کې شریک دي ډیره مهمه او درنده دنده په غاړه لري، وفرمایل: دغه درسونه باید د هغوي په نوښت او همت ټولو ولسونو او عمومي افکارو ته ورسیږي او د افکارو، محرکاتو، تجربو او پوهو معنوي راکړه ورکړه باید دهغوي په لاس تحقق ومومي .
فرانسې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په څرګندونو په غبرګون کی ویلی دی چی د ایران په اړه د څرګندونو لپاره هیڅ مجوز ته ضرورت نلرو .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یمن د انصار ا... غورځنګ د عمومي منشي د ورور له شهادت وروسته په یو پيغام کښې هغه ته او د یمن مقاوم او صبرناک ولس ته تسلیت ووایه.
په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په فارس خلیج کښې د امریکا په تش نامه پوځی ائتلاف کښې د صهیونیسټ رژیم د ګډون احتمال ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ که چیرې د اسرائیلو رژیم هرمز اوبلارې ته راشی د سیمې د غصې په اور کښې سوځی .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د رهبرۍ د ستر مقام د پیغام مهم ټکی راخیستی دی او همداراز د ستر اختر په مناسبت یې ټولو مسلمانانو ته مبارکی هم وړاندی کړی دی .
کیهان لیکی چی د خدای د کور حاجیانو ته د ولی امر مسلمین په پیغام کی راغلی دی ، له امریکا برایت یعنی له مظلو وژنی او جنګ جوړونې برایت .
ورځپاڼۍ همداراز په خپل لومړی مخ لیکلی دی ، کشمیر ته د زیاتو هندوانو د ورلیږلو راز ، ایا هندوستان د مذهبی جوړښت په بدلولو پسې دې ؟
ښاغلی ظریف ویلی دی ایران به د خپل امنیت په هکله هیڅ شک ونکړی . د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې فارس خلیج د ایران دملی امنیت اصلی لومړیتوب دی ټینګار وکړ ایران به په فارس خلیج کښې د خپل امنیت په هکله هیڅ شک ونکړی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې فارس خلیج یوه ډیره مهمه سیمه ده وویل ایران مودې مودې کیږی چې د سمندری ټرانسپورټ امنیت یې تضمین کړی دی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف په فارس کښې له سیمې د وراخوا هیوادونو د پوځیانو شتون په دغه سیمه کښې د ناامنۍ درامینځته کیدا سبب وباله .
امریکا له تیرو څو میاشتو راهسې په ایران د دباو د زیاتولو لپاره په فارس خلیج کښې خپل پوځی شتون زیات کړی دی او دانګلستان په شمول دخپلو ملګرو په ملګرتیا سره لسمونکی اقدامات ترسره کوی .
امریکا په همدې لړ کښې ویلی دی چې په فارس خلیج کښې د یوه پوځی ائتلاف د جوړولو هڅه کوی .
په عدن کی د منصور هادی دولسمشرۍ ماڼۍ امارتی عسکرو ونیوله .
د یمن د انصار ا... غورځنګ د ورور د ترور ټیم له ۱۲ ساعتونو په کم وخت کې وپیژندل او ونیول شو .
واشنګټن وایی که جرمنی پیسې رانکړی نو خپل عسکر له دغه هیواده وباسو .