ولسمشر روحاني د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د لوې اختر مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83968-ولسمشر_روحاني_د_اسلامي_هیوادونو_مشرانو_ته_د_لوې_اختر_مبارکي_ورکړه
د اسلامي ایران ولسمشر بیګا د نړۍ د اسلامي هیوادونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کښې د نیکمرغه لوې اختر مبارکي وویله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2019 01:08 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د لوې اختر مبارکي ورکړه

د اسلامي ایران ولسمشر بیګا د نړۍ د اسلامي هیوادونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کښې د نیکمرغه لوې اختر مبارکي وویله.

ولسمشر حسن روحاني په دغو پیغامونو کښې د قربانۍ د نیکمرغه اختر د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هیله وښودله چې د اسلامي هیوادونو مشران په زیات نه زیات وحدت او یووالي سره په نړۍ کښې د سلطې د نظام د مشرانو له سلطه پالنې او یواړخیز پالنې سره مقابله وکړي او په سیمه او نړۍ کښې د صلحې او ثبات له مخکې نه د زیاتې پراختیا او د اسلامي امت ترمینځ د عدالت او ورورولۍ د ټینګیدو لاره هواره کړي.

د ویلو ده چې د شام او فلسطین په شمول په زیاتره عربو هیوادونو او هم داشان افغانستان او ترکیې کښې پرون د لوې اختر وړومبۍ ورځ وه خو د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول پاکستان او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کښې نن د قربانۍ دا لوې اختر لمانځل کیږي.