ایران او قطر د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا په دوحه کښې ملاقات کړی او په مختلفو برخو کښې یې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دغه کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ظریف پرون مازیګر د قطر له چارواکو سره د خبرواترو لپاره د دغه هیواد پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
هغه به په دغه سفر کښې له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د بدلونونو په هکله سلامشورې وکړي.
دوحې ته د ظریف له روانیدو مخکښې پرون مازیګر د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د اسلامي ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټیلیفوني خبرو کښې د لوې اختر د مبارکۍ په ورکولو سره ټینګار کړی و چې دوحه له ایران سره په ټولو برخو کښې د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د تهران او دوحې اړیکې دوستانه، ورورولیزې او مخ په پراختیا وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو تعلقات باید په ټولو سیاسي، اقتصادي او کلتوري او داسې نورو ډګرونو کښې له مخکښې زیاته پراختیا ومومي.