نن په ایران کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84316-نن_په_ایران_کښې_له_ترهګرۍ_سره_دمبارزې_ورځ_ده
نن د جمعې مبارکه ورځ ، دوږې دمیاشتې اتمه(۸) او د اګست د میاشتې دیرشمه(۳۰) نیټه ده چې د ایران د هغه وخت د ولسمشر او د لومړی وزیر د شهادت له کلیزې او په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې له ملی ورځې سره سمون خوری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2019 01:21 Asia/Kabul
  • د ایران څه دپاسه اولس زره(۱۷۰۰۰) ښاریز او حکومتي چارواکي د منافقینو د ټروریسټي ډلې او دنورو ترهګرو ډلو په لاس ټرور شوي دي .
    د ایران څه دپاسه اولس زره(۱۷۰۰۰) ښاریز او حکومتي چارواکي د منافقینو د ټروریسټي ډلې او دنورو ترهګرو ډلو په لاس ټرور شوي دي .

نن د جمعې مبارکه ورځ ، دوږې دمیاشتې اتمه(۸) او د اګست د میاشتې دیرشمه(۳۰) نیټه ده چې د ایران د هغه وخت د ولسمشر او د لومړی وزیر د شهادت له کلیزې او په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې له ملی ورځې سره سمون خوری .

ددیارلس سوه شپیتیم (۱۳۶۰)هجری لمریز کال د وږی د میاشتې اتمه(۸) یعنی د نولس سوه یواتیایم (۱۹۸۱)میلادی کال د اګست د میاشتې دیرشمه (۳۰) نیټه د ایران د لومړی وزیر په دفتر کښې په بم چاودنه کښې  د حکومت له یوشمیر نورو غړو سره یوځاې دایران دهغه وخت د ولسمشر محمد علی  رجایی او دمحمد جواد باهنر د مظلومانه شهادت یادونه کوی .

دغه بم چاودنه د منافقینو ترهګرې ډلې کړی وه .

په نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادی کال کښې دایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د هیواد څه دپاسه اولس زره(۱۷۰۰۰) ښاریز او حکومتی چارواکی د منافقینو د ټروریسټی ډلې او دنورو ترهګرو ډلو په لاس ټرور شوی دی .

د منافقینو دترهګرې ډلې غړی په ایران کښې د ترهګرو حملو له پیلیدا وروسته لومړۍ دفرانسې پلازمینې پاریس ته وتښتیدل بیا عراق ته ولاړل .

دعراق پخوانی دیکتاتور صدام حسین په نولس سوه یونویم(۱۹۹۱) او نولس سوه دوه نویم (۱۹۹۲)میلادی کالونو له منافقینو ترهګرې ډلې د کردانو دځپلو لپاره استفاده وکړه او د عراق د کردانو دنسل وژلو عملیات یې پلان کړل او په ترڅ کښې یې څو زره ښځې او ماشومان ووژل شول .

عراق ته د امریکا په ورننوتلو سره د منافقینو ترهګره ډله د امریکا تر ملاتړ لاندې ورغله او څه موده په لیبرټی کیمپ(Liberty Camp) او بیا د امریکا او د انګلستان په لابۍ او په یوشمیر ژمنو سره البانیا ته ولاړه چې په دغه هیواد کښې په ازادۍ سره فعالیت وکړی .

دغه  اقدام په داسې حال کښې وو چې امریکا ، انګلستان او فرانسه د منافقینو د ترهګرې ډلې د اصلی ملاتړو په توګه چمتو نشول چې په خپلو هیوادونو کښې په رسمی ډول ددغه ډلې شتون ونه منی .

د ځینو لویدیځو هیوادونو له ټولو ورانونکو اقداماتو سره سره دایران اسلامی جمهوریت په دنیا کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې یو(۱) ستر قدرت دی .

ایران همدا اوس له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې  دخپلو ګاونډیو هیوادونو د ملاتړ کولو په ترڅ کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې په زمینه کښې له فعالو نړیوالو موسسو او ارګانونو سره صادقانه او هوشمندانه ملګرتیا لری .