د تهران په اسمان کښې د (یا حسین) زر میټري بیرغ ورپیده
د محرم الحرام د میاشتې د پیلیدو په مناسبت د تهران په فضا کښې د (یا حسین علیه السلام) په شعار سره زر میټري بیرغ ورپول شو.
د تهران د ښاروالی د اعلان له مخې د ایران د ترټولو ستر او د نړۍ د دریم ستر بیرغ په توګه دا بیرغ یو زر او ۵۶ مربع میټره دی او په ۱۵۰ میټري ستنې باندې لګول شوی دی.
نن هم داشان د محرم د میاشتې او د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د ورځو د پیلیدو په درشل کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي او د مختلفو پرګنو د یوشمیر خلکو او عالمانه په شتون سره په مشهد مقدس کښې د اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام د پاک حرم د ضریح د غبار روبۍ مراسم ترسره شول.
سبا د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې وړومبۍ نیټه ده چې ورسره د امام حسین علیه السلام د شهادت د کلیزې ویرونه او عزادارۍ هم پیلیږي.